د پوهنې وزارت

۲۳ لړم ‍‍۱۳۹۵

د پوهنې وزارت د هېواد د سړو سیمو د دولتي او خصوصي ښوونځيو مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ته د کلنیو آزموینو د پیل او پای په اړه خبر ورکوي، چې د ابتدایه دورې (۶-۱ ټولګي) کلنۍ آزموینې د روانې  لړم میاشتې پر ۲۵ مه نېټه پیل او د لیندۍ تر لومړۍ نېټې دوام کوي او د منځنۍ او لېسې دورې (۱۲-۷ ټولګي) کلنۍ آزموینې به د روان کال د لیندۍ پر لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي. پورتني مراتب د هېوادوالو د خبرتیا په موخه اعلام شول.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *