تاند- د پروان ولایت چارواکي ادعا کوي، هغه انتحاري چې د شنبې په ورځ یې په بګرام هوايي اډه کې پر امریکايي پوځیانو برید وکړ، څو کاله وړاندې د پخلاینې له پروسې سره یوځای شوی و.
د پروان د بګرام ولسوال حاجي عبدالشکور قدوسي په وینا حمله کوونکی قاري عنایت الله نومېده او د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د لغماني کلي اوسېدونکی و.
قدوسي همداراز وايي چې قاري عنایت الله په ۲۰۰۸ م کال له جګړې لاس واخیست او د سولې په پروسه کې شامل شو.
د شنبې په ورځ د انتحاري حملې په نتیحه کې ۴ امریکایان (دوه پوځیان دوه قراردادیان) ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول. په دې برید کې یو پولنډي سرتېری هم ټپي شو.
د بګرام ولسوال وايي چې له دې نه دی خبر چې قاري عنایت الله کله په بګرام اډه کې کار پیل کړی خو دومره پوهېږي چې ده په اډه کې دننه کار کاوه.
د پروان امنیه قوماندان محمد زمان مموزي د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) ته ویلي چې پولیسو د قاري عنایت الله کور تلاشي کړی، د نوموړي پلار او د تره زوی یې نیولي او د دوی په کور کې یې یوه تمانچه موندلې ده.
مموزی وايي چې د انتحاري له خپلوانو تحقیقات روان دي.
د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر او د ناټو سرمنشي دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه به د دې سبب نه شي چې امریکا او ناټو د افغانستان په اړه خپله اراده بدله کړي.