محمد اکرم شهاب \ پکتیکا

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ټپیانو په اتو کورنیو د ۱۵۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي مواد ووېشل شول.

یادې مرستې د ماین پاکۍ موسسې له لوري په دې ولایت کې پر هغو کورنیو ووېشل شوې، چې په روانو جګړو کې یې د کورنۍ غړي ټپیان شوي دي.

د دې مرستو د وېش پر مهال د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي له تاند سره په خبرو کې وویل، د پکتیکا ولایتي اداره تل هڅه کوي چې د دې ولایت له غم ځپلو ولسونو سره د همکارو موسسو پر مټ مرستې وکړې او ځانونه د دوی په غم کې شریک وبولي.

نوموړي په دې ولایت کې د ماین پاکۍ موسسې له کارکوونکو مننه وکړه، چې د پکیتکا له ولسونو سره وخت په وخت مرستې کوي.

فضلي له یادې او په هیواد کې له نورو موسسو هم غوښتنه وکړه، چې د پکتیکا له ولسونو سره دې ته ور ته نورې مرستې هم وکړې.

د پکتیکا ولایت د پېښو پر وړاندي د مبارزې رئیس عبدالحادي هادي تاند ته وويل، چې د ماین پاکۍ موسسې په دې مرستو کې اوړه، بوره، شین چای او نور خوراکي مواد شامل دي.

د پکتیکا د ولایتي شورا وکیل عبدالجلیل خروټی له همکارې موسسې د مننې تر څنګ یادې مرستې کمې بولي او زیاتوي، چې تېرو جنګونو پکتیکاوال ولسونه سخت ځپلي دي، پکار ده چې زیاتې مرستې ور سره وشي.

یاده دې وې، چې له دې وړاندي هم د پېښو پر وړاندې د مبارزې، کلیو، پراختیا او بیا رغونې ریاستونو او نورو همکارو موسسو د پکیتکا ولایت د شهیدانو، ټپیانو او غریبو کورنیو له غړو سره د خوارکي او غیري خوراکي موادو او نغدي مرستې کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *