په سر دې کوم جلاد ولاړ دی

چې دې زما غریب یارۍ ته نه پرېږدینه

د لر او بر افغان مسله اوس وخت یو ځل بیا ګرمه شوې او په دې ګرمه فضا کې ما هم په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې لر او بر افغان یو نه دی. ما چې کومه خبره کړې تر ډېر فکر وروسته مې کړې ده.‌

ما سره په ذهن کې یوه پوښتنه ده، که چا هم زما پوښتنه په دلایلو ځواب کړه نو زه په همدې ټولنیزه میډیا کې بخښنه غواړم او له خپل دریځه تېرېږم.‌ پوښتنه داده چې د لر پښتون هغه کوم مجبوریت دی چې برنیو ورته غېږه خلاصه کړې او دوی دا غږ نه شي کولی چې موږ له خپل لوی کور سره یو ځای کېږو؟

زه په دې عقیده یم چې که چېرته لر او بر دعوه لري چې موږ یو افغان یو، نو دا یې تر ټولو ښه وخت دی چې یووالی یې معلوم کړي. اوس نه انګریز شته او نه چنګیز. افغان چې په دې زنګ وهلي‌ ټوپک او نشتو امکاناتو له روس او امریکا سره ډغرې وهلی شي،‌ له پاکستان سره یې هم وهلی شي. دا خبره هسې سیاسي‌ لفاظي‌ ده چې کله یې وخت راشي بیا به یو ځای شو. زه نه پوهېږم موږ کوم وخت ته په تمه یو، هغه وخت ته چې احمدشاه بابا را ژوندی شي، امپراتوري‌ جوړه کړي او که داسې وخت ته چې افغانستان د چین او امریکا هومره اقتصاد او پوځونه پیدا کړي.

زه کوم سیاسي‌ لوبغاړی نه یم چې شعارونه ورکړم، زه سپینې او د زړه خبره کوم،‌ زما خبرې به ترخې وي،‌ خو غواړم تاریخ یې په خپله حافظه کې وساتي. زه باور لرم تر هغې چې لر پښتانه ونه غواړي له خپلو برنیو ورونو سره یو ځای شي ددنیا یو طاقت به یې هم یو ځای نه کړي.‌ که افغانستان څومره هم زورور شي نو په مقابل صف کې به همدا د لر پښتون ورته ولاړ وي. د تورخم جګړه یې ښه بېلګه وه، هاخوا د لنډیکوتل او لواړګي په مورچلونو کې پنجابیان نه جنګېدل، همدا پښتانه ځوانان وو چې د توپونو ګولۍ یې اورولې.‌ کله چې د لرو شاوخوا څلویښت ملیونه پښتنو صفونه د شلو ملیونو په مقابل کې ودرېږي دا ناممکنه ده چې په زور یوازې وزیرستان هم ایل کړئ.‌

بالعکس که چېرته لر پښتانه وغواړي چې له خپل لوی کور سره یو ځای شي نو د لر او بر په یو ځای کېدلو به داسې یو قوت جوړ شي چې بیا یې د دنیا یو طاقت هم نه شي بېلولی. نه یې ایټم بم بېلولی شي او نه ډرون الوتکې.‌ هو؛ دا هم په یاد ولرئ هغه وخت چې د ډیورنډ کرښه ومنل شوه د افغانانو په مقابل کې انګریز و چې نیمه نړۍ یې تر خېټې لاندې کړې وه.‌ اوس که پښتانه غواړي‌ ځان د پنجاب له سلطې خلاص کړي،‌ پاکستان سره په دې مسله کې نه انګریز درېږي‌ او نه چنګېز.‌ نړیوال د خلکو ارادو ته ګوري، کله چې ولسونه غواړي یو ځای شي‌ نو بیا د برلین دیوالونه هم نړولی شي.‌

له برو پښتنو سره د لرو پښتنو د نه یو ځای کېدلو په دلیل هم زه پوهېږم، هغه پښتون وایي افغانستان نا ارامه دی،‌ افغانستان دا څو کاله د جنګ په اور کې سوځي، زما څه نس خوږېږي چې په دغه کړکېچ کې ور ګډ شم.‌ خو دا خبره یې ښایي‌ ذهن نه مني‌ چې د روان کړکېچ اصلي‌ لامل همدا د ډیورنډ کرغېړنه کرښه ده. د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پښتون نن هم په اور کې سوځي او سبا به یې هم دا حال وي.‌ که لر پښتانه فکر کوي چې افغانستان به نا ارامه وي او دوی به بې غمه ژوند کوي دا هسې خوب و خیال دی،‌ دا څو کاله موږ وینو چې په پنجاب کې ډز هم نه شته خو وزیرستان په کنډواله بدل شو، د سوات ښایسته دره کې د نا امنیو له لاسه زړونه نا ارامه دي، په واڼه کې د یوه سرتیري په بدل کې د پښتون ټول مارکیټ بمبارېږي.

چل د پښتون سر ته جوړ دی که هغه لر دی او که بر، دومره به یې توپیر وي چې بر به ډېر مري او لر به کم. خو که چېرته د ډیورنډ د هاغې غاړې شاوخوا څلوېښت ملیونه پښتانه له افغانستان سره یو ځای شي د افغانستان کورني‌ او بهرني‌ کړکېچونه په خپله حل کېږي. بیا نو نه د دولت مخالفینو ته پټنځایونه پاتې کېږي او نه یې پاکستان مرسته کولی شي.‌ بیا نه امریکا او روس ددې ولس مخې ته درېدلی شي‌، نه ایران او پاکستان.

موږ دا خبره هېره کړې ده چې ازادي‌ چاته په خپله خوښه نه ورکول کېږي بلکې اخیستل کېږي ،‌ که د لر پښتون د ملیونونو کسانو په منځ کې یوازې د ګوتو په شمار کسان چیغې وهي چې موږ افغانان یو او پاتې ټول په پاکستان سرونه ماتوي نو ددغسې بې اتفاقه قوم یو ځای کول به درې سوه کاله نور هم امکان ونه لري.‌ نه به یې مناسب وخت راشي‌ او نه به داسې کومه معجزه وشي چې د پښتنو شعور راویښ کړي او خپل لوی کور ته یې په منډه کړي. بس همدا د لر او بر ارماني‌ چیغې به وي، پروژوي ورکشاپونه او غونډې به وي،‌ شعرونه به وي بس خلاص.‌ تر دې بیا دا ښه ده چې موږ به د وینې او ژبې تړون لرو،‌ یو قوم به یو خو لارې به مو جدا جدا وي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *