تاند- داعش یا اسلامي دولت تروریستي ډلې او دغه راز طالبانو ادعا کړې چې په غور کې یې یوه څرخکه ویشتې ده.
مخکې تر دې چې دا دوې ډلې د افغانستان د یوې څرخکې د ویشتلو ادعا وکړي د افغانستان هوايي ځواک د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه څرخکه یې په غور کې د تخنکیي ستونزې له کبله بیړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.
داعش په خپله خبري ویبپاڼه (اعماق) کې ادعا کړې چې د دوشنبې په سهار د دوی پلویانو د غور ولایت په مُرغاب سیمه کې یو امریکايي هیلي کوپتر وویشت.
د دې ترهګرې ډلې په وینا امریکايي څرخکه په داسي حال کې وویشتل شوه چې د غور ولایت په مرغاب سیمه کې یې د اسلامي دولت پر مورچو بمباري کوله.
په عین حال کې وسله والو طالبانو ویلي چې د دوی کسانو په غور کې یوه څرخکه ویشتې ده.
خو مخکې تر دې چې داعش یا طالبان د کومې څرخکې د ویشتلو ادعا وکړي د افغانستان حکومت د دوشنبې په سهار وویل، د ملي اردو یوه څرخکه په غور ولایت کې بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.
د غور چارواکي وايي چې هیلي کوپتر لږ وروسته له دې د فېروز کوه په هوايي ډګر کې بیړنۍ ناستې ته اړ شو چې د جګړې له ډګره راستنه شوه.
خو د هوايي ځواک چارواکي وايي چې څرخکې د تخنیکي ستونزو له کبله بیړنۍ ناسته کړې ده.