تاند- د ننګرهار په رودات ولسوالي کې د وسله والو سختدریځو له لوري د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې نن یو زده کوونکی ووژل شو او ۲ نور ژوبل شول.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي خبریالانو ته وویل، د افغانستان دښمنانو د رودات ولسوالي په چنار کلي کې بم ایښی و او نن سهار د زده کوونکو په لار کې وچاودېده چې په نتیجه کې یې ۱ بېګناه زده کوونکی شهید او دوه نور ژوبل شول.
د پېښې د قربانیانو عمرونه ۸، ۹ او ۱۰ کلن ښودل شوي دي.
د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان عموماً د دولتي ځواکونو د موټرو په لاره کې ماینونه او بمونه ږدي خو اکثره وخت د دوی په بمونو عام خلک وژل کېږي.
د ملګروملتو له راپورونو سره سم، چې هر کال یې د افغانستان د جګړې د ملکي قربانیانو په اړه خپروي، تر ټولو زیات ملکیان د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل کېږي.