عصمت الله عُمري

موږ په داسې یوې وحشت ځپلې ټولنه کې ژوند کوو چې هلته جګړه ده، اورونه دي، د یو او بل وژل دي، قتلونه دي، بمبارد دی، بمونه دي، وحشت او بربریت دی….

یوه ورځ مې یو ویډیویي کلیپ وکاته، په ویډیو کې یو اسیر ښکاري چې د امنیتي سرتېرو لباس یې پر تن دی، لاسونه یې تر شا تړل شوي او شاوخوا ترې څو څڼېور ځوانان راتاو دي، درانه او سپنیز کېبلونه یې په لاس کې دي او په دې جرم یې وهي چې ولې یو سرتېری دی.

اسیر له هر ګذار سره یوه دردونکې چیغه له خولې باسي او وایي: وۍ مورې!
د اسیر مور به الله تعالی خبر چې د خپل زوی له دې حالت څخه خبره وي او که نه، که خبره وي په زړه یې یو الله تعالی خبر دی چې څه به پرې تېرېږي.

دلته د شریعت نوم شته خو عمل ورباندې نشته او دا هغه محاکمه ده چې د څڼېورو ځونانو زړه وغواړي هغه ورسره کوي.

د یوه بل ویډیو کلیپ کیسه مې هم په سترګو کې انځور ده، یو تنکی ځوان چې نرۍ ږیره یې پرمخ راغلې ده او اوږده خو ګډ وډ ویښتان یې پر ټنډه راپراته دي د څو تنو نورو ځوانانو په منځ کې لاس او پښې تړلی پروت دی.
پر دې ځوان باندې راګرځېدلي ځوانان چې د امنیتي سرتېرو جامې یې پر تن دي، دغه تنکی ځوان کله په پښتیو او کله پر سر په لغتو وهي او ورڅخه غواړي چې ووایي پر لاره باندې ایښودل شوی ماین ده ایښی دی.
دغه ځوان وایي: دا کار ما نه دی کړی.

خو ددې هر ږغ سره پر پښتیو د عسکري بوټ لغتې خوري، بالاخره په موټر پسې تړل کېږي او دغه لاس او پښې تړلی ځوان د سرک پر توره لیکه کشېږي.

ددې ځوان حالت یوازې الله تعالی ښه درک کولای شي.
دلته بیا یوازې د قانون نوم شته او نوره محاکمه د هغه څو ځوانانو په لاس کې ده چې د امنیتي سرتېرو په لباس کې، ټوپک په لاس ولاړ دي او چې زړه یې وغواړي هغه عمل ترسره کوي.

د سوله ساتو(!)ځواکونو ړندې بمبارۍ خو د هېرولو نه دي، چېرته چې د شپې خبر خپور شي، د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې لسګونه تروریستان په نښه شول خو سهار د بمبار د ځای هغه تصویرونه مخې ته راشي چې په خواږه خوب ویده ماشومان مو د همدې ړندې بمبارۍ په سبب، په ابدي خوب ویده شوي وي او د سپین ږیرو، سپین سرو، تور سرو او ماشومانو لسګونه جنازې د اعتراض په ډول ښارونو ته د عدالت غوښتنې په نوم وړاندې شي خو څوک عدالت حاکم کړي؟

هغوی خو مصونیت لري او په امنیتي تړون کې دا حق ورکول شوی چې هر وحشت مو ازاد دی.

یوازې یوه بخښنه وغواړي او د لسګونو کورنیو د ویجاړیدو کیسه همداسې کیسه پاتې شي.

د هغه تنکي ماشوم د اوښکو ډکې سترګې به مې کله هم د یاده ونه وځي چې وایي: زه مې هیوادوالو ته په اندېښنه کې یم غواړم نور جنګ بس شي.

دا وحشتونه لا پرځای دي چې یو څو حیوان صفته انسانان تنکی ماشوم د کور له مخې پورته کړي او بیا یې د پیسو په بدل کې د خوشې کولو ژمنه وکړي.

یا یې د بدن یو غړی په بې رحمۍ سره پرې کړي، د هغه ویډیو وکړي او بیا یې کورنۍ ته ولېږي چې که دومره پیسې راونه لېږئ نور بیا د خپل ماشوم بچي پوښتنه مه کوئ او یا په یوه وحشتناکه ځای کې تنکی ماشوم دې ته اړ کړي چې په معصومانه او له ژړا ډک غږ کې ووایي: مورې زه وېرېږم، ما وژني، مورې ما ژغورئ….

دداسې پېښو عاملین چې ونیول شي بیا له چا سره ددې جرءت نه وي چې هغه محاکمه او مجازات کړي.
کومې بې عدالتۍ ته وژاړم او کومه ناروا نه وه چې په دې وطن کې ونه شوه.

زموږ مسؤلیت یوازې دا نه دی چې دې لیکنې ته ژاړو او اوښکې ورته توی کړو.

اوسنی وحشت له هغه وحشت نه بدتر نه دی کوم چې د اسلام د مبارک دین له راتلو مخکې په نړۍ او په تېره بیا عربي ټولنه کې حاکم وو، خو هلته د بشریت ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په راتګ سره د انساني ژوند د بقا او د انسانیت د واقعي بڼې د خپرولو په موخه انقلاب رامنځته شو، او اوسمهال هغه عربي ټولنه ځان د متمدونو ټولنو په سر کې شماري او حتی اروپایي او غربي ټولنو ورڅخه درس واخیست او تګلارې یې عملي کړې.

دلته هم د هغه ستر لارښود د لارې تعقیب پکار دی او ددې حقې لارې په رڼا کې یوه انقلاب ته اړتیا ده خو دا انقلاب توپ او ټانګ ته اړتیا نه لري، یوازې دومره پکار دي چې خپل ضمیرونه ویښ کړو، د نورو د باطلو لارو تعقیب پرېږدو او ددې وحشت په وړاندې خپل غږ پورته کړو او دا زما او ستا مسؤلیت دی.

راځئ لومړی په خپل دین ځان پوه کړو، لوست ته اجازه ورکړو ترڅو خپل او د ټولنې حقوق وپېژنو، له ځان څخه پیل وکړو او نور د وحشتونو په وړاندې چوپ پاتې نه شو.

دا منم چې نن دلته ضمیرونه مړه دي، بربریت حاکم دی، وحشت حکم چلوي او دا هغه خاوره ده چېرته چې انسانیت مړ دی.

خو که قرباني ورکړو لرې نه ده چې د یوه ستر بدلون د راتلو احساس به وکړو او بېرته به متمدن ژوند ته وګرځو.
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې وینا خپله لیکنه رانغاړم چې وایي: تاسو هر یو د خپل ځان او ټولنې په وړاندې مسؤل یاست.

که همداسې چوپ پاتې شو نو د حساب او کتاب په ورځ به ددې هر وحشت پوښتنه له موږ هر یوه څخه وشي.
پای.

عصمت الله عُمري

One thought on “چېرته چې انسانیت مړ دی/ عصمت الله عُمري”
  1. سلامونه،
    دومره جرمي پیښو سره چې ځينې ېې د انسانیت په تاریخ کې او ځينې ېې آن د هتلر په بټیو کې ساری نه درلود؛ وکیل صاحبان د عدلیې وزیر صاحب ته د باور رایه تکراروي؟
    هاغه مقوله خو ټولو اورېدلې (اکبر جهاد په اوسنیو شرایطو کښې د هر مسلمان د خپل نفس سره بایډء دی!)
    او ” دل بدست آور که حج اکبر است..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *