دغه پروژې چې نن يې کارونه پيل شول یوه يې د ولایت مقام لپاره دنوي جوړیدونکي کمپلکس د احاطوي دیوال پروژه ده چې ۶۰۰ متره اوږدوالی لري،په دغې ۶۰۰ متره اوږدې څلوردیوالۍ ( شپاړس میلیونه ،اوه سوه نهه پنځوس زره،یوسل اتیا افغانۍ) لګښت راځي، دوهمه يې په سلطان غازې بابا ښارګوټي کې د حامد کرزي دغونډو تالار بیارغونه ده چې یو ملیون ،نوې زره او پڼځه سوه لس افغانۍ لګښت به پرې راشي،دیادو دواړو پروژو مالي بوج ته د حکومتدارۍ د اسانتیا او پراختیا پروګرام (ASP) لخوا اوږده ورکړل شوې ده.
په همدې موخه جوړوشویو مراسموکې لغمان والي عبدالجبار نعیمي دوینا پرمهال ولسونو ته د دغو پروژو مبارکي ورکړه او پر ولس یې غږ وکړ چې د امنیت،پرمختګ او بیارغونې په برخو کې د دولت له تګلارو ملاتړ وکړي.
لغمان والي زیاته کړه چې د ولس د خدمت لپاره ګمارل شوی او په دغه ولایت کې به داسې بنسټونه کیږدي چې راتلونکي نسلونه هم ترې ګټه پورته کړي.
همداراز ښاغلي نعیمي خوښي وښوده چې په روان کال کې دسکتوري ریاستونو له لارې توانیدلی ددغه ولایت په مرکز اوولسوالیو کې دولسي غوښتنو او لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د ګڼو لویو او وړو ټولګټو پروژو کارونه پیل او پای ته ورسوي.
د ولایت مقام رهبري د نظام په پیاوړتیا او د سیاسي ثبات په ټینګښت کې د فرد،فرد رول اړین وباله اوله خلکو يې وغوښتل چې له ټولو هغو حرکتونو او پریکړو ملاتړ وکړي چې شته ستونزې ختمولی شی.
د الیشنګ ولسوالۍ دقومي شورا غړي معلم اسدالله او دیني عالم مولوی خمیني چې په وارسره يې خبرې وکړي ددغو پروژو دکارونو په پيل دخوښئ ښودلو ترڅنګ له وزارتونو وغوښتل چې لغمان ته خپله توجه لا زیاته کړي او هغه غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې د لغمان ولایتي ادارې له لورې ورته رسماً لیږل شو يدي.
دغونډې په پای کې رسماً د دواړو پروژو چارې دبنسټ ډبرې په کېښودلو سره پيل او په هېواد کې دتل پاتې سولې اوامنیت په موخه ددوعا لاسونه لپه شول.