یاده ناسته نن ۱۳۹۵ یم کال د لړم په څلورویشتمه نېټه د دغه ولایت مقام کې ترسره شوه چې له مرکز څخه راغلي پلاوي د پکتیکا ولایت انتخاباتو د خپلواکې ادارې مشر ذبیح الله وګړي، د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، د ټولو امنیتي ارګانونو مسؤلینو او د ولایتي شورا غړیو پکي ګډون کړی وو.

له مرکز څخه راغلي پلاوي په خپلو خبرو کې له والي څخه د مننې ترڅنګ د ولایتي ادارې د ښې همغږۍ ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: چې انتخابات باید د ټاکل شویو اصولو له مخي ترسره شي او ټول نوماندان باید ټاکل شویو شویو اصولو ته غاړه کیږدي.

دی وایي د ولسمشر د هدایت سره سم باید په انتخاباتو کې هیڅ ډول درغلي او لاس وهنه ونه شي.

نومړي له ولایتي ادرې څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې دي پوره شفافیت راشي او انتخابات دي په ډاډمنه امنیتي فضاکې ترسره شي.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل: په پکتیکا کې به تر نورو ولایتونو زر او په پوره شفافیت انتخابات ترسره شي.

 وحدت وویل: د پکتیکا ولایت د غړیو او ولایتي ادارې ترمنځ پوره صمیمیت شتون لري او د ولایتي شورا غړي په ټولو مثبتو کارونو کې له ولایتي ادارې سره همکار دي.

 دی وایي د ولایتي شورا او اولایتي ادارې د ښې همغږۍ لاملونه دي چې د پکتیکا ولسونه په دولت پوره باوري شوي او ترمنځ یې د فاصلې واټن تر پخوا کم شوی دی.

نوموړي دغه راز راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې انتخابات به د ولسمشر محمد اشرف غني د هدایت او انتخاباتو

کمیسون له لوري د ټاکل شویو اصولو له مخې ترسره کیږي او هیچا ته به د لاس وهنې او درغلي اجازه ور نه کړي.  

په درناوي

پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *