اتم ټولګي كې وم، چې له كلي څخه مزار ښار ته د زده كړو لپاره راغلم. دا محيط راته نوى ښكارېده او هغه وخت زما د عمر تقاضا هم همدا وه، چې بايد دا هر څه راته نوي وي. د صنف په ۴۵ هلكانو كې يواځې دوه درې كسان پښتانه و، په درسي نصاب كې مو يو پښتو مضمون درلوده، چې هغه هم يوه دري ژبي استاد راته په ماته ګوډه پښتو تدريساوه.

هغه وخت ما تر خپلې كچې او د صنف تر محدودې ځان ډېر محروم احساساوه، كله به مو چې د تاريخ مضمون ويل، نو د وطن د تاريخ نږدې ټول هيروګان به پښتانه و، خو ما خپله شاوخوا بيا داسې ډېر څوك نه ليدل، چې ماسره دې د قوم او ټبر رشته ولري.

زما د مايوسۍ يوه دوا هغه وخت دا وه، چې ځان به مې د تېرو مشرانو او واكدارانو  د ټبر كس ګاڼه او په همدې به خوشاله وم.

دا د هغه وخت خبر ده، خو اوس خبر له دې ستره ده، اوس مې ټول كاروبار او ژوند د خپل ټبر او قوم له خلكو سره دى.

څو ورځې وړاندې كابل كې و، له احمد شاه بابا مېنې څخه، د صدارت څلورلاري پر لور روان و، په موټر كې راسره يو ملګرى ناست و، هغه راته د احمد شاه بابا مېنې پر سړك وويل، چې اوس وړاندې درته څو لوحې ښكاره كوم او دا خبر يې ډېره په خوشالۍ وكړه، ما ګومان كاوه، چې دا به څه خبر وي.

خو مخكې لاړو او دا ملګرى يواځې دې ته خوشاله وو، چې دا لوحې په پښتو ليكل شوي او د ده د دومره خوښۍ لامل يواځې او يواځې دا مسله وه، چې لوحې د ده په ژبه ليكل شوې وې. په هغه ژبه چې خپله دى يې دعوه  كوي، چې د وطن له ۶۰ ـ ۷۰ سلنه خلك يې خبرې ورباندې كوي.

زه نه پوهېږم، چې زموږ خلك ولې دومره وړو شيانو ته په دومره لويه كچه خوښي كوي. ښايي دا ډېره وړه خبره نه وي، خو نظر زموږ چیغو ته چې وايو، موږ داسې خلك يو، دومره ډېر يو، بيا ډېره وړه خبره ښكاري.

زه اوس ماشوم نه يم، چې حواس مې د پخوانيو خلكو په كړنو تسكين پيدا كړي، بلكې اوس راته دا مهم دي، چې څه كووس او په كومه روان يو!

موږ د محروميتونو په ګودال كې راګير يو، او دا  نو يې انتها ده، چې دومره وړوكو مسايلو ته په دومره لوى نظر ګورو.

د همدغې پورتنۍ خبرې په نظر كې نيولو سره، زموږ د محروميتونو او غير اغېزمنتوب ډېر دليلونه دي، چې يو يې زموږ غير مؤثره حركتونه او كړنې دي.

موږ ډېر يوو، خو د څه شي له مخې؟ د جسدونو له مخې ډېر والى مهم نه دى د سرونو له مخې ډېروالى مهم دى. دا مهمه ده چې څومره د كار سرونه او سړي لرو.

موږ كه په كابل كې د لوړو زده كړو د وزير پر ضد په ورځو ورځو لاريونونه كوو، هېڅ نتيجه نه وركوي، او په چیغو مو څوك سر هم نه ګروي، خو كه څو كسان راپورته شي او د كابل پوهنتون د استادانو پر ضد لاريون وكړي، بيا يې خبر په عادي ډول منل كېږي او هر څه سم وي.

زموږ مبارزه يواځې تر فيسبوكي كنځلو رامحدوده ده او په شته ازاد وطن كې د مهاجرينو په څېر ژوند كوو.

زموږ ټول شان او وقار اوس تر همدې رامحدود دى، چې چیغې و وهو او وژاړو. په ډلو ډلو ووېشل شو او د ځان د مطرح كولو په خاطر هرې نادودې ته لاس  واچوو.

دا زموږ د محروميت اخره درجه ده، چې شجاعي مو ۱۲۰ كسان راته مړه او زخميان كوي او موږ يې په غبرګون کې په كابل كې يو ساعته غونډه نيسو. خبرې كوو، پرېكړه ليك صادروو، خو د هر ځل په څېر يې نتيجه صفر وي.

زموږ دا محروميت په فيسبوك كې د كنځلو په وسيله له منځه نه ځي، موږ د سالم فكر نشتون، د ارادي ځواك كمى او د مبارزې د تجربې له نشتوالي سره مخامخ يو.

تر هغې چې دغه شيان ځان كې پيدا نكړو، نو لا به هم په همدې محروميتونو او مجبوريتونو كې ژوند تېروو.

One thought on “زموږ محروميت/ ليكوال: جاويد واك”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلی واک صيب! ستاسو تحليل يا شننه ډېره ښايسته ده. ما د څو لسيزو په بهیر کې ونشوی کولی چې افغاني روڼآندي او ديني عالمان په يو ټغر راټول کړی شم، مګر نا هيلي هم سمه نه ده! خو انسان بيا هم له دا ډول وړو سرونو او يا وړو فکرونو ستړی کېږي، خو څه وکړو!!! همدا مو نصيب اوقسمت دی، نو خپل پېټی به پخپله وړو!

    زه ستاسو درد او احساس درک کوم، مګر د افغانستان د ژغورنې او د ملي ذهنيت د جوړولو لپاره د افغان ولس د اتحاد ژمنه نه شم درسره کولی، صرف دومره به ووايم، چې خدای دې ټولو ته هدايت وکړي، چې په خپلو ملي ارزښتونو پوه شي او د ملت د هوساينې لپاره لاس په کار شي او زموږ دغه ډوپېدونکې بېړۍ وژغوري!
    د افغان ولس د اتحاد، اتفاق، پوهاوي او زغم په تمه

    معه سلاموکم الاهلول متفقين

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *