تاند- د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، سږ کال تراوسه پوري نژدې ۹ لکه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه بېرته خپل هیواد ته راګرځېدلي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن /سې شنبه/ وویل تر ۶ لکه زیات افغانان له پاکستانه او ۳ لکه له ایرانه راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وویل«حکومت د بېرته راګرځېدلیو افغانانو لپاره ۱۰۰ ملیون ډالره ځانګړي کړي، د هر راستون شوي لپاره یوه اندازه مالي مرسته په پام کې نیول شوې ده.»
له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام وویل چې افغانستان ته په بېرته راغلیو کډوالو کې شاوخوا ۲۳ زره ماشومان دي چې احتمالاً له سوتغذیې یا خوارځواکۍ سره مخامخ دي.