د پله پر سر نجونې

تاند- د نامتو نارویژي انځورګر ایدورد مونک یوه تابلو «د پله پر سر نجونې» د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې په ۵۵ ملیون ډالره وپلورل شوه.

مونک د نولسمې پېړۍ د وروستیو او د شلمې پېړۍ د لومړیو مخکښ ایکسپرسشنیست انځورګر دی. تر دې وړاندې د ده یو بل اثر، چې «چیغه» نومېده، په ۲۰۱۲ میلادي کال په نژدې ۱۲۰ ملیون ډالره لیلام شو.

چیغه د مونک تر ټولو په ګرانه بیه پلورل شوی اثر دی
چیغه د مونک تر ټولو په ګرانه بیه پلورل شوی اثر دی

د ده «د پله پر سر نجونې» انځور، چې د دوشنبې په ورځ /نوومبر۱۴/ په نیویارک کې په ۵۵ ملیون ډالره وپلورل شو، په ۱۹۰۲ م کال انځور شوی و.

اټکل شوی و چې دا انځور به په څه باندې ۵۰ ملیون ډالره لیلام شي.

دا انځور لومړی پلا په ۱۹۹۷ کال په ۷ ملیونه او۷ لکه ډالره پلورل شوی و، وروسته په ۲۰۰۸ م کال په نژدې ۳۱ ملیون ډالره وپلورل شو.

د دغه انځور د اخیستونکي یا پېرودونکي نوم نه دی ښودل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *