د کورنیو چارو وزارت وايي، خاص افغان پولیسو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالي کې د طالبانو لعه بنده ۳۶ تنه بندیان خوشي کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په خوشي شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.


د کابل ښار د غازي لیسې د یولسم ټولګي زده کوونکی محمد عامر د ۱۳۹۵ کال د پوهنې د ستوري په حیث وټاکل شوی. 

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د دغې مقام ګټونکی کولای شي چې د ښوونیزې دورې له بشپړېدو وروسته له هېواده بهر لوړې زده کړې وکړي. 

دا پروګرام له تېرو دریو کلونو راپه دې خوا جوړیږي، چې سږکال نږدې ۳۵ زره زده کوونکو په کې ګډون کړی و.


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد اولسن له ۳ لسیزې کاره وروسته تقاعد شو.

اولسن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دیپلومات و او مخکې تر دې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امرکیا خاص استازی وګومارل شي، په منځني ختیځ او افریقا کې کار کړی و.


نامعلومو وسله والو په هرات ښار کې ۳ ښځې وویشتې.

د هرات د والي ویندوی جیلانی فرهاد وویل چې دا پېښه پرون /سې شنبه/ وشوه.

ده وویل چې حمله کوونکي پر موټر سایکل سپاره ول.

تراوسه څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څوک دي او د برید انګېره یې څه وه.


د خوړو نړیوال پروګرام نن اعلان وکړ چې له پاکستانه افغانستان ته له ستنو شویو افغان کډوالو سره د خوراکي موادو او پیسو د مرستې ۹ میاشتنی پروګرام یې پیل کړی دی.

په همدې حال کې ملګروملتو د سرپناه او صحي خدماتو لپاره د ۱۵۲ ملیون ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده.


د افغانستان ملي پولیسو په میدان وردک ولایت کې له چاودېدونکو موادو ډک موټر ونیوه.

ویل شوي چې دا موټر، چې د طالبانو و، په جغتو ولسوالۍ کې حملې ته تیاري نیوله چې د پولیسو له لوري وپېژندل شو.


وسله وال طالبان ادعا کوي چې د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه یې په لوګر ولایت ویشتې ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو له لوري د افغان خاص ځواکونو هیلي کوپتر د برکي برک ولسوالي په رستم خېل کلي کې ویشتل شوې ده.

تراوسه افغان امنیتي او دفاعي چارواکو د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.


 ولسي جرګې د کډوالو چارو، اقتصاد او عامې روغتیا وزیرانو په غیاب کې د باور رایې ورکړې.

دې جرګې د چهارشنبې په ورځ د کډوالو چارو وزیر سید عالمي بلخي، د اقتصاد وزیرعبدالستار مراد او د عامې روغتیا وزیر فیروزدین فیروز استیضاح کړي وو خو هغوی جلسې ته حاضر نه‎شول او ولسي جرګې ورته رایبکسونه کېښودل.

د عامې روغتیا د وزیر د تائید رایې ۱۷۰، د اقتصاد د وزیر د تائید رایې ۱۱۴ او د کډوالو د وزیر د تائید رایې ۱۰۵ دوی پرخپل ځای پاتې شول.


د کابل ښار په پُل محمود خان کې نن سهار په یوه چاودنه کې لږترلږه ۴ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

شاهدان او امنیتي چارواکي وايي چې د دې انتحاري حملې، چې د موټر سایکل په وسیله وشوه، قربانیان ملکیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *