تاند – بي بي سي نړیوال سرویس نن اعلان وکړ چې په ۱۱ نورو ژبو خپرونې پیلوي.
له ۱۹۴۰لسیزې راه په دې خوا په یو وار د بي بي سي په خپرونو کې په دومره لویه پیمانه بدلون نه و راغلی.
بي بي سي وايي، خپرونې یې د دې لپاره زیاتې کړي چې د بریتانیا حکومت تېر کال بودجه ورزیاته کړه.
پنجابي، ګوجراتي، مرهټي، تیلګو، یوروبا، افان ارومو، اماهاریک، ایګبو، پیدګین، تیګرینیا او کوریايي هغه ژبې دي چې بي بي سي پرې خپرونې پیلوي.
ټاکل شوې ده چې لومړنۍ خپرونه په ۲۰۱۷ م کال خپره شي.