تاند- نامعلومو وسله والو پرون /سې شنبه/ په هرات ښار کې ۳ ښځې وویشتې.
د هرات د والي ویندوی جیلانی فرهاد نن /چهارشنبه/ وویل چې دا پېښه پرون /سې شنبه/ وشوه.
ده وویل چې حمله کوونکي پر موټر سایکل سپاره ول.
د وژل شویو ښځو مړي روغتون ته وړل شوي دي.
تراوسه څرګنده نه ده چې حمله کوونکي څوک دي او د برید انګېره یې څه وه.
فرهاد وویل چې حمله کوونکي په تېښته بریالي شوي خو د پېښې په سیمه کې تلاشي روانه ده.