سلاکار وزیر او ننګرهار والي د شهید ډګروال محمد عارف کوچي کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۲۶مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د دغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ادارې د پخواني نظامي سلاکار شهید ډګروال محمد عارف کوچي کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه .

د دغه مرستې پر مهال ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د شهید ډګروال محمد عارف روح ته د پاک څښتن تعاله ج څخه د بخښنې او کورنۍ ته یې د تسلیت غوښتنه وکړه .

هغه زیاته کړه، شهید ډګروال محمد عارف کوچی د قبایلو چارو په ریاست کې د نظامي سلاکار په توګه په پوره اخلاص او صداقت دنده ترسره کړې وه،خو د سولې او امن دښمنانو له لورې شاوخوا څلوېښت ورځې وړاندې په موټر کې د چسپکي ماین د ځای پر ځای کولو د چاودنې په ترڅ کې په شهادت ورساوه .

هغه د شهید کورنۍ درې زامنو او کوچنیو لوڼو ته ډاډ ورکړ،چې د استوګنې په موخه به ورته د نمرې په ورکړه او نورو چارو کې مرسته وکړي،همدا راز یې ژمنه وکړه،چې د شهید ماشومانو ته به د کار او ټولنیزو چارو اړوند په روزنتون کې د زده کړو زمینه هم برابره کړي .

د شهید ډګروال محمد عارف کوچي زامنو سلاکار وزیر او ننګرهار والي د پاملرنې او مرستې څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ،چې د خپل پلار په څېر به د دغه خاورې د خدمت په موخه هلي ځلي وکړي .

دوی همدا راز یو شمېر کورنۍ ستونزې هم شریکې کړې،چې د حل ډاډ ورکړل شو.

د تازه سبزیجاتو او مېوې دولتي او نوې منډیۍ قرارداد او د جوړېدو چارې څېړل کیږي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۲۶مه د سبزیجاتو اتحادیې له مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال وویل،د تازه سبزیجاتو او مېوې جوړه شوې دولتي منډیۍ د ترسره شوي قرارداد موضوع څېړې او همدا راز په جلال اباد ښار کې د نوي خصوصي سبزیجاتو جوړېدونکي منډۍ چارې به د قانون په چوکاټ کې معلومې او د چارو په اړه به یې پرېکړه وشي.

دغه لیدنه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،د جلال اباد ښاروال او د سبزیجاتو اتحادیې مشر او د دغه اتحادیې غړو هم شتون درلود.

د دغه اتحاديې مرستیال حاجي خواجه محمد وویل،دوی په دولتي منډیۍ کې پانګه اچونه کړې او د قانون له مخې د یادې منډیې مالیه حکومت ته ورکوي،چې له مخې د حکومت په عوایدو کې زیاتوالی هم رامنځته کیږي.

نوموړي د یادې اتحادیې په استازیتوب زیاته کړه،په جلال اباد ښار کې د یو کس له لورې د مېوې او سبزیجاتو شخصي منډي جوړیږي،چې د دوی پر کاروبار د بدې اغېزې ترڅنګ د حکومت عوایدو ته هم زیان رسوي .

دوی غوښتنه وکړه،چې د یادې منډۍ د جوړېدو چارو مخنیوی دې وشي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال د سبزیجاتو اتحادیې ټولو غړو ته ډاډ ورکړ،چې د قانون په چوکاټ کې به له دوی سره هر ډول همکاري وکړي .

نوموړي زیاته کړه، په جلال اباد ښار کې د مېوې پخوانۍ جوړې شوې دولتي منډیۍ د قرارداد په اړه به څېړنې وکړي،ترڅو په غېرې قانوني ډول د ترسره شوي کړنې مخنیوی وکړي .

هغه همدا راز ډاډ ورکړ،چې په جلال اباد ښار کې به د تازه سبزیجاتو د منډیۍ جوړېدو په موخه هیچا ته د غېرې قانوني کړنو اجازه ورنکړي او په دې اړه به هم معلومات تر لاسه او اقدامات به ترسره کړي .

ننګرهار والي ژمنه وکړه،چې ټولې چارې به د قانون له مخې د حکومت د عوایدو د لوړیدو پانګوالو،سوداګرو او ولسونو ته د سهولتونو د برابرولو په موخه ترسره کړي.

د دوو سربندونو د جوړولو تړون لاسليک شو.

د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د PMS موسسې رئيس ناکامورا ترمنځ د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ کې د درې ميليونه او درې سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو سربندونو او کانال جوړولو تړون لاسليک شو.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې د دغه تړون له مخې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د مرواريد دويم کانال، د جاپان هېواد جايکا موسسې په مالي لګښت او د PMS ادارې لخوا جوړيږي.

نوموړي وويل، چې په دغه تړون کې د يو سربند په ګډون دوه سوه متره غرق شوي بند، يو عمومي کانال، ترسبګاه، پارچاوۍ، د اوبو اخيستونکي ساختمانونو، څلور عشاريه نهه کيلو متره استنادي ديوال، پولچکونو او يو شمېر نورو ساختماني پروژو جوړول شامل دي.

ده وويل، چې له دغه پروژې څخه به د دې ولسوالۍ کچړې، کوټې، تاران او بيلې کليو اته ويشت زره کسان اته سوه پنځوس هکتاره ځمکې خړوبولو لپاره ګټه پورته کړي.

ده دغه راز وويل، چې د دغې پروژې ټولې چارې به د څلورو کالونو په موده کې بشپړې شي او لسګونه ځوانانو ته به پکې دکار زمينه برابره شي.

ننګرهار والي د PMS ادارې څخه وغوښتل، چې خپل کارونه انجينرۍ معيار سره برابر تر سره کړي او ډاډ يې ورکړ، چې په ټولو سيمو کې به يې د امنيت خونديتوب لپاره ځانګړي هڅې وکړي.

د PMS ادارې مسول وويل، چې شپاړلس کاله وړاندې په افغانستان کې وچکالي راغلې وه، نو له همدې امله د جاپان هېواد وپتيله چې په افغانستان کې د سربندونو او کانالونو جوړلو برخه کې کار وکړي.

نوموړي وويل، چې له پنځلس کالو راهيسې يې په افغانستان کې د کانالونو او سربندونو جوړولو په برخه کې ډير کار کړی دی، چې په ځانګړي ډول يې په ننګرهار کې د زرګونه جريبه ځمکو خړوبولو لپاره ګڼې پروژې تره سره کړيدي.

ده وويل، چې د جاپان هېواد جايکا موسسې په ننګرهار کې د پخوانيو مرستو ترڅنګ د درې ميليونه او درې سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د کوز کونړ په ساحه کې د لوی کانال او سربند جوړولو چارې پيل کړي دي.

د جلال اباد ښار د پاکۍ او نظم په موخه پراخ کمپاين دوام لري.

دښاري نظم مسئولينو د لړم په ۲۶ مه د ولايت مقام رسنیو دفتر کې د يو کنفرانس پر مهال وويل، چې په جلال اباد ښار کې يې د ښار پاکۍ او نظم په موخه پراخ کمپاين پيل کړی دی، چې په ترڅ کې له ۵ سوه اويا ريکشاو ګاز ډبې ښکته کړي، له اهو شرکته پرته يې د ريکشاو جوړولو ټولې کمپنۍ بندې کړي، پلې لارې او سړکونه يې د تګ راتګ لپاره پرانیستي او دغه کمپاين لا دوام لري.

د دغه کنفرانس پر مهال جلال اباد ښاروالۍ مسئولينو وويل، چې د ننګرهار والي په لارښوونه يې په جلال اباد ښار کې د پاکۍ او نظم په موخه اجرات پيل کړي دي، چې د ګڼې لاسته راوړني لري.

ده وويل، چې د دغه کمپاين پر مهال يې پلې لارې د تګ راتګ لپاره خلاصې کړي، د موټرونو بې ځایه دريدو مخه يې نيولې ده او له قانون څخه سرغړونکي هټيوال يې جريمه کړي دي.

د چاپريال ساتنې رئيس وويل، چې دغه کميسون د خپل فعاليت پر مهال د پنځه سوه اویا ريکشاو څخه ګاز ډبې خلاصې کړي، چې په ښار کې پنځلس سلنه ريکشاو کې کمښت راغلی دی.

ده وويل، چې د کميسون د پرېکړې له مخې له اهو کمپنۍ پرته د ريکشاو جوړولو پر اوه ديرش کمپنیو بنديز لګول شوی دی.

د ترافيکو مديريت مرستيال وويل، چې له ښار څخه يې د غير قانوني هډو ويستل پيل کړي، خو د ځينو سياسيونو، مخورو او غير مسئول کسانو لخوا د دوی فعاليت مخنيوی کيږي.

ده وويل، وويل چې له سرغړونکو موټر چلوونکو څخه يې شاوخوا شپږ ميليونه افغانۍ د جريمې په توګه ټولې کړي او د دولت بوديجې ته يې ليږلي دي.

د ترانسپورت ریاست استازي وويل، چې د ښاري نظم په موخه يې د جلال اباد ښار څلورو خواو ته یې دولايتونو او ولسواليو لپاره د موټرونو منظمې هډې جوړې کړي؛ خو د هډو ټيکدارانو په دغه ځمکه کې سوداګریز مارکيټونه او هټۍ جوړي کړي او ترافيکي بهير ستونزو سره مخ کړی دی.

ده وويل، چې د ترانسپورت اداره په جلال اباد ښار کې په قانوني ډول پارچې ورکوي او عوايد يې افغانستان بانک ته سپاري.

د هډو اتحادې مسئول وويل، چې په ننګرهار کې د موټرو اويا اتحادې شتون لري، چې شرکتونه يې ماليات دولت ته نه ورکوي.

ده دغه راز وويل که ښاريان قانون ته غاړه کيدي سياسیون او مخور د واسطو او زور څخه لاس واخلي په لږ وخت کې به د جلال اباد ښار بڼه بدله شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *