تاند- د اقتصاد او سولې څېړنیز انستیتیوت په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۵ م کال د تروریستي بریدونو په نتیجه کې ۷۲ فیصده خلک په ۵ هیوادونو کې وژل شوي دي.
په دغه فهرست کې د افغانستان نوم دوهم دی؛ یعني افغانستان له عراقه وروسته په ۲۰۱۵ م کال په نړۍ کې د تروریزم دوهم لوی قرباني و.
د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان په غړیو هیوادونو کې تېر کال د تروریستي حملو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۵۰ تنو ته ورسېد.
دا په داسي حال کې و چې په همدې کال کې اسلامي دولت یا داعش او د بوکوحرام سختدریځې ډلې کاري ګوزارونه وخوړل.
د نړیوال تروریستي فهرست له مخې په ۲۰۱۵ م کال کې د تروریزم په وجه په درسته نړۍ کې ۲۹ زره ۳۷۶ تنه ووژل شول چې په تېرو ۴ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د تروریستي بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو په شمېر کې لس فصیده کموالی ښيي.
راپور وايي چې بوکوحرام او داعش په خپلو اصلي هیوادونو کې کمزوري شوي خو ګاونډیو هیوادونو ته یې نفوذ کړی چې له کبله یې د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان په غړیو هیوادونو کې، چې د امریکا متحد ایالتونه هم پکې شامل دي، تلفات زیات شوي دي.
د اقتصاد او سولې د څېړنیز انستیتیوت د فهرست پر اساس په چمتو شوي راپور کې ویل شوي، د دې سازمان د ۳۴ غړیو له منځه په ۲۱ کې لږترلږه یو برید شوی او تر ټولو زیات تلفات په ترکیې او فرانسې کې اوښتي دي.
د تېر کال په نوومبر کې د پاریس په تروریستي برید کې ۱۳۰ تنه ووژل شول.
په ډنمارک، فرانسې، جرمني او ترکیې کې له ۲۰۰۰ م کال را وروسته هیڅکله کوم بل کال دومره تروریستي بریدونه نه و شوي.
په مجموع کې په ۲۳ هیوادونو کې د تروریستي بریدونو په وجه مرګ ژوبلې ثبت شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د اقتصاد او سولې د څېړنیز انستیتیوت اجرايي رييس سټیف کیلیلیه وايي، له یوې خوا د تلفاتو په شمېر کې لس فیصده کموالی مثبت خبر دی خو ځینو نویو هیوادونو ته د تروریزم خپرېدا د ژورې اندېښنې وړ ده.
ده همداراز وویل، د لوېدیځو دیموکراسیو په زړونو کې تروریستي بریدونه دا ضرورت په ګوته کوي چې باید تروریستي ډلو ته کلک ځواب ورکړای شي او د ترویزم په اړه له سره څېړونه وشي.
د امریکا د مریلنډ پوهنتون د نړیوال تروریزم د ډیتابېس یا معلوماتي مرکز په فهرست کې د تروریستي بریدونو په نتیجه کې تر ټولو زیات انسانان په ترتیب په عراق، افغانستان، نایجریا، پاکستان او سوریې کې وژل شوي دي.
په سلو کې ۷۲ انسانان د دغو ۵ هیوادونو په تروریستي بریدونو کې وژل شوي دي.