زموږ د دعوت او جهاد پوهنتون استادان په (نادرو کې نادر او په عجبو کې عجب وو) نه یې خپلوي پالله او نه نور ملحوظات؛ یواځې د محصل خواري او پوهې ته یې ارزښت ورکاوه.

 په ټولګي کې مو د استاد محی الدین هاشمي ورور و، هاشمي صیب زموږ استاد و؛ خو له وروره یې څو کسان مخکې وو، دا ځکه چې هر چا خپل موقعیت په خپلې خوارۍ ټاکه.

پوهنتون مو تازه د ننګرهار فارمونو ته راغلی و، هغه ځای ته چې څو لسیزې وړاندې پکې زراعتي غواګانې اوسیدې، اوس پکې محصلین اوسیدل او دې موږ ته ښودله چې جګړې راته کوم سوغات پرې ایښې او څومره یې د ژوند له کاروانه شاته غورځولي یوو او څنګه یې د انسانیت له کتاره لرې کړي یوو.

خدای خبر، پاکستان څه ته سترګې پټې کړې وې؟ د پوهنتون د میزونو او څوکیو ډکې لارې یې له کرښې اخوا د اوږده ځنډ لپاره درولې وې او چې کله راغلې نو میزونو او څوکیو کې مچیو ځالې کړې وې او څوک ورته له ویرې په اسانه نه نږدې کیدل.

زموږ د خوب ځایونه اوږده قاغوشونه وو، په اهن څادر پوښلي وو. شوخو محصلینو به نیمه شپه بام په ډبره وویشت، یو قوي غږ به تولید شو او بیا به ټولو بیرون را منډې کړې.

زه غالبا دا مهال په څلورم ټولګي کې وم. استادانو ته ګران وم او د ګرانۍ وجه مې مخکې بیان کړه.

د اول ټولګي ازموینه وه، استاد ماته را وسپارله. ازموینه مې واخیسته او بیا مې نمرې ورکول پیل کړل.

دوه پرچو ټکنی کړم، هیڅ نپوهیدم چې کوم یو ته پوره نمرې ورکړم؟ ځکه یوې نمرې هم ارزښت درلود، د دواړو رقابت و.

د یوې پر چې په سر شفیق(*) لیکل شوی و او د بلې پر سر امیر جان .

د دواړو ځوابونه بلکل سم وو، خو ما باید یواځې یوه ته پوره نمرې ورکړې وای. د شفیق پرچې یواځې یوه اضافي خوبي درلوده او هغه داچې ځوابونه یې ډير په ترتیب لیکلي وو. خط یې ښایسته و، حاشیې او پراګرافونه یې ښه مراعت کړي و. نو نمرې یې پوره واخیستې او د امیرجان ترې یواځې یوه نمره کمه شوه. په اولو ورځو کې لږ بړوس و، خو وروسته مې ورسره خبرې وکړې، قناعت یې حاصل شو او داسې یې وګڼله لکه هیڅ چې نه وي شوي.

پوهنتون له یوه سمستره وروسته کابل ته لاړ. په علوم اجتماعي کې ،چې وروسته یې نومیو زورور مړي (برهان الدین رباني)غصب کړ، ځای په ځای شو. د دې ځای ودانۍ ښکلې وې، خو جګړو پرې نوکارې لګولې وې او تر وروستي حده یې بدرنګه کړې وې. دلته د حزب وحدت ډله اوسیده، پر یوه دیوال یې غټ لیکلي و: در اوج قدرت خدا را فراموش مکن! خو نه پوهیدم چې دا ورته اوج قدرت نه ښکاریده او که د خدای ج نه فراموشي، هغه څه یې کول چې…

دعوت او جهاد پوهنتون د طالبانو په وخت کې کابل پوهنتون سره مدغم شو. په هماغه کال مې مور وفات شوه،له پلاره محروم زوی د مور له سیوري هم محروم شو او د حالاتو توپانونو ته په سپین میدان پاتې شو. هغه کال مې هیڅ ذهن کار نه کاوه، پوهنتون مې پریښود. هسې د خدای وړیا فضل و چې بل کال مې بیا شروع کړ که نه رانه پاتې و.

له فراغت وروسته سمدلاله د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نشراتو او عامه اړیکو په ریاست کې مقرر شوم. زموږ دفتر پول ارتل کې و. دلته وخت نا وخت یو ځوان راته او هر ځل به یې خپله لیکنه راوړله. دا ځوان هماغه امیرجان و. دا نو داسې وخت و چې ما یې په لیکنه کې د لاس وهلو چندان اړتیا نه محسوسوله خو چې مخکې ترې فارغ شوی وم، نو مجبور خپل تفوق مې ښودلی وای، یوه نیمه کرښه به مې اخوا دیخوا کړه او ده به هم را سره ومنله.

احمدزي رانه خپله لاره جلا کړه، ما ادبیات ولوستل او ده ژورنالیزم ته پښه تمبه کړه، داسې یې ولوست چې آن کادر کې راغی.

کلونه تیر شول، د افغانستان په نوم اخبار راووت. دې اخبار کې مې فریلانس کار شروع کړ او زما لیکنې او راپورونه به د احمدزي صیب د میز سر ته رسیدل.

کله ناکله به ما یو ډول جملې او پراګرافونه لیکلي و، خو چې چاپ اخبار کې به مې وکتل هغه به بدل شوي وو، خو جالبه وه همدې بدلون به خوند راکړی و، که څه هم دا اظهار مې هغه ته نه کاوه! او نه هغه د کوم احسان بارولو جرات کاوه.

د امیر جان وحید احمدزي نوم نور هم اوږد شو، د استاد کلمه ورسره اضافه شوه خو څرنګه چې دا اضافه والی په ځای و، نو د نوم اوږدوالی یې بې خونده نه کړ.

احمدزی صیب  نظامي ټیپ لري، له استاده ورسره د ډګروال او جنرال کلمه ښه پیوند اخلي، خو دې جدیت یې لیکوالۍ سره مرسته کړې. هر څه په جرات لیکي؛ خبرې او لیکنې یې په تول برابرې او ګټورې دي.

استاد احمدزی له خپل مسلک سره بې کچه مینه لري، د همدې مینې په زور یې ګڼ کتابونه پښتو ژبې ته را وژباړل او خپله یې هم ګټور تخلیقات وکړل او پر پښتو ژبه یې خوندورې پیرزوینې وکړې.

په (ام ایس ایس) دفتر کې مو یو ځای کار کاوه، مشري يې د ډاکټرصیب اکبر اکبر په غاړه وه. احمدزی صیب د ډاکټر په نبض پوه شوی و، داسې یې ورته ځان ګران کړی و چې زموږ پرې رخه راتله. کله به یې د مثال په توګه د هغه بیتونه په خبرو کې استعمالول او کله به یې په شاعرۍ ورته لیکنې کولې.

دلته به مو ګروپي کارونه کول او چې کله به یوه ګروپ کې برابر شو نو کارته به مو انګریز جان ټاکي ( یو مسوول و) هم ګوته په غاښ شو، دا بریا به احمدزي صیب خپله ګڼله او ما خپله خو اصلي خبره دا وه چې د دواړو په برکت وه.

احمدزی صیب مې په وروستي ځل د مشر استاد، حقدار استاد او نه تکراریدونکي استاد  مرحوم صدیق پسرلي په فاتحه کې ولید. د ټولو په څير احمدزي هم پسرلي صیب ته ډیر عقیدت درلود. د هغه وفات دومره غمجن کړی و چې زموږ په څير له لرې راغلو میلمنو ته یې هم سم پام نه و. بس خپلو خیالونو کې ورک و. هغه له موږ ټولو دغه تشه ښه محسوس کړې وه او پوهیده چې بدیل موندل یې ګران دی، نو ځکه ډیر ځوریده.

د استاد احمدزي په ځوانۍ کې ځان ته سم پام نه و، ما غوندې بې سلیقې و، کله کله به یې له ځانه اوږده کورتۍ اغوستۍ وه چې له ده به مخکې روانه وه، خو اوس چې یې عکسونه وینم، لوکس او مفشن شوی او په تیر عمر  د چا خبره کابلی شوی دی. خو ښه ښکاري، الله دې له هر ډول بدرنګۍ په امان کې ساتي.

استاد احمدزی یو کادر دی، یوه هستي ده، شتون ته یې اړتیا ده، اوږد او له خوښیو ډک عمر یې روزي شه.

نومبر 16/ 2016

 (* ) د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي تکړه استاد ښاغلی شفیق وردګ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *