لوګر ولایت

د څه باندې شپږ نیم میلونه افغانیو په ارزښت د احصایې امریت ودانۍګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

(لړم۲۵) د لوګر ولایت د احصایې امریت ودانۍ نن د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د مرکزي احصایې د اداري معین میر محمد کاظم، د ولایتي شورا نوي رئیس محمد ناصر غېرت او غړو، قومي مشرانو او د ادارو د رئیسانو له لورې د پټۍ په پرې کولو ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

یاده ودانۍ اته کاري خونې، درې تشنابونه، یوپخلنځي، احاطوي دېوال، او د اوبو څاه لري چې د نهو میاشتو په موده کې د مرکزي احصایې له بودیجېڅخه د یونایټيډ قطر شرکت په مرسته د شپږ میلونه، پنځه لکه او پنځه دیرش زره افغانیو(۶۵۳۵۰۰۰) په لګښت جوړه شوې.

دویم خبر

د وطنوال ښوونیز مرکز دوه نیم زره زده کوونکي په وړیاډول د کانکور ازموینې ته چمتو کړل

(لړم۲۵)د ملي سوداګر انجنیر عبدالرحمن وطنوال په مالي ملاتړ، وطنوال ښوونیز مرکز د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو د پنځه ویشتښوونځیو دوه نیم زره زده کوونکي د شپږو میاشتو په موده کې د کانکور ازموینې ته چمتو کړل، د تدریسڅخه وروسته د زده کوونکو څخه د کانکور ازمایښتي ازموینه هم واخېستل شوه چې پایلېیېښايي د زده کوونکو د زده کړې کچه پکې لوړه شوې.

د زده کوونکو د فراغت په ویاړ جوړه شوې غونډه کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د ولایتی شورا رئیس محمد ناصر غېرت او غړو، د پوهنې رئیس محمد اکبر ستانکزي، د وطنوال ښوونیز مرکز مشر انجنیر عبدالرحمن وطنوال، د ادارو رئیسانو، قومي مشرانو، ځوانانو او زده کوونکو او د زده کوونکو والدینوګډون کړی و.

د لوګر والي د غونډېګډونوالو ته وویل: تر بلې هرې ورځې د خوشالۍ او رحمتونو ورځ ده ځکه په دې غونډه کې د سعادت، علم، خوشبختۍ ،انسانیت ، افغانیت او اسلامیت استازي راټول دي ، زه د ملي سوداګر عبدالرحمن وطنوال او د نوموړي د ښونیز مرکز د مسؤلینو او د هغو استادانو چې د پوهنې د کیفیت د لوړولو هڅې کوي منندوییم.

ددوی د کړنو لپاره زموږ مننه بسنه نه کوي خو کولای شي نور تاجران ددوی په پل ، پل کېږدي، وطنوال صیب په نورو خلکو کې د پوهنې په ملاتړ مادي او معنوي انګېزه ایجاد کړې، هر هغه څوک چې د پوهنې په اړه انګېزه ایجادوي زموږ لپاره د پوهنې سرلاری او رهبر دی .

والي وویل زموږ اساسي ستونزه داده چې د علم تر څنګ کسب ته توجه نه کوو، د بې کارۍیو اساسي علت دادی چې کسب ته په سپک نظر ګورو، هغه وویل چې د پرمختللو هېوادونو د بریالیتوب راز د علم تر څنګ د خلکو له لورې د کسب زده کړه ده . که زموږ زده کوونکي له یوې اکاډمیکې ادارې فارغیږي، کله چې بېکاره وي باید له کسب استفاده وکړي تر څو دا د بېکارۍ پر مهال دا انګېزه خلکو ته ور نه کړي چې علم په درد نه خوري.

د غونډې په پای کې انجنیر عبدالرحمن وطنوال په خپلو لنډه وېنا کې د پوهې په ارزښت وغږېد او له ټولو خلکو یې هیله وکړه چې په خپلو بچیانو زده کړې وکړي.

وطنوالښوونیز مرکز په تېرو دیارلسو کلونو کې د 35 میلونه افغانۍ په قیمت 22000 کسان روزلي دي.

دریم خبر

د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو نوي رئیس شاه محمد په دنده پیل وکړ

(لړم-۲۵) د لوګر ولایت د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو نوی رئیس شاه محمد د ولایت مرستیال قمرالدین شکیب، د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت، ولایتي شورا غړي محمد قسیم خوشیوال او د ولایت د بشري منابعو د ریاست له لورې د دې ادارې کار کوونکو ته ور وپیژندل شو او په کار یې پیل وکړ.

ښاغلی شاه محمد د کار، ټولنیزو ، شهیدانو او معلولینو وزارت د ۱۴۵ګڼې پیشنهاد او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ۷۶۲۶ نمبر حکم په اساس د نتایجو پر بنسټ د ظرفیتونو د لوړولو پروسېیا سي بي آر له لارې د لوګر ولایت د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو د نوي رئیس په توګهټاکل شوی.

څلورم خبر

د طبيعي پېښو سره د مبارزې نوي رئیس په دنده پیل وکړ

(لړم-۲۵) نن ورځ د لوګر ولایت د طبعي پیښو سره د مبارزې نوی رئیس د ولایت مرستیال قمرالدین شکیب, د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت او ولایتي شورا غړي محمد قسیم خوشیوال له لورې د دې ادارې کار کوونکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ.

د طبيعي پېښو سره د مبارزې نوی رئیس مطیع الله د محمد عثمان زوی چې د کابل ولایت د ځمکپيژندنې پوهنځي د جیولوژي اومعدن څانګېڅخه په ۱۳۸۴ کال کې فارغ شوی, چې د ازادې سیالۍ له لارې د لوګر ولایت د طبیعې پېښو سره د مبارزې د رئیس په توګهټاکل شوی.

پنځم خبر

د لوګر والي لخوا د ولایتي شورا نوی ادارې هیئت معرفي او ورته یې مبارکي وویله.

(لړم-۲۵) نن ورځ د لوګر د ولایتي شورا نوی ادارې هیئت د لوګر والي محمد حلیم فدایي لخوا معرفي او ورته یې مبارکي وویله.

تیره ورځ د لوګر ولایتي شورا په خپلو منځيټاکنو کې د ولایتي شورا لپاره محمد ناصر غیرت رئیس ، هما احمدي مرستیاله او عدالت عبدالرحیمزی د منشي په توګه وټاکل .

د لوګر والي سره د مرکزي احصایه اداري او مالي معین میر محمد کاظم هم برخه لرله.

  سلیم صالح

دولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *