تاند- د امریکا د فلوریدا پوهنتون څېړونکو داسي ځیرک یا سمارټ ټوکر جوړ کړ چې د لمر انرژي په ځان کې زېرمه کولی شي.
د نېچر (Nature Communications) مجلې د راپور له مخې، د موبایل یا ګرځنده ټکنالوژۍ رامنځته تګ سیارې انرژۍ ته اړتیا پیدا کړې ده.
د امریکا د فلوریدا پوهنتون څېړونکو د دې اړتیا د پوره کولو لپاره یو ډول ځیرک ټوکر جوړ کړی چې په بوده او تنسته کې یې د مس پاسته یا نرم تارونه ځای کړي او دا تارونه د بېټرۍ او لمریز سیلول رول لوبوي.
د دې ځیرک ټوکر په یوه خوا کې لمریز سیلولونه او په بله خوا کې یې بېټرۍ اوبدل کېږي.
کله چې ټوکر د لمر وړانګو ته مخامخ شي، الیکترونونه د ټوکر بل اړخ ته جریان پیدا کوي او هلته په بېټریو کې زېرمه کېږي.
څېړونکو ته په ابتدايي ازموینو کې څرګنده شوه چې د ټوکر په هر سانتي متر مکعب کې په ساعت کې ۱ اعشاریه ۱۵ میلي واټ انرژي زېرمه کېږي.
څېړونکي وايي چې په لومړي پړاو کې به له دې انرژۍ څخه د ملفون یا موبایل ټېلفون د چارجولو لپاره کار اخیستل کېږي خو په تدریج به یې ظرفیت لوړ کړای شي او حتي برېښنايي موټرونه به هم د ضرورت په وخت پرې چارج کېدای شي.