د ډرون حملو د جواز او عدم جواز په اړه چې کله بحثونه کېږي په دې کې ډېری وخت د بحث خلط تر سترګو کېږي، ځکه چې بحث کوونکي علة القتال، آداب القتال او د جزایي قانون پر مسایلو ولاړ بحث کوي، حالنکه چې په دې درې واړو قوانینو جلا جلا بحث کول غواړي. تر کومه بریده چې دا پوښتنه مطرح کېږي چې آیا د ډرون حملو د کولو په وجه د ډرون حملو د قرباني هېوادونو خودمختاري او خپلواکې تر پښو لاندې کېږي؟ نو دا د علة القتال مسله ده. د دې پوښتنې ځواب دا دی، که چیرته د ډرون حملو قرباني هېواد حمله کوونکي هېواد ته له مخکې نه اجازه ورکړې وي او یا یې له حملې وروسته صراحتا یا دلالتا د حملې تایید او توثیق وکړي نو بیا د خودمختارۍ او خپلواکۍ خبره له منځه ځي. په ځانګړې ډول کله چې دواړه هېوادونه د تروریزم ضد جګړې نړیوال ایتلاف برخه هم وي.
له دې اړخه د ډرون او یا نورو حملو د جواز یا عدم جواز لپاره لومړی دا منل په کار دي چې د آداب القتال حملې د کومې جنګې کارروایۍ برخه ده ځکه چې د آداب القتال قانون اطلاق یواځې د جنګ یا وسله وال تصادم په صورت کې کېږي ، له همدې کبله د دې خبرې مشخص کول اړین دي چې آیا دا حملې د جنګي کارروایۍ په توګه کېږي او که د دهشت ګردو خلاف د کارروایۍ په توګه، په لومړي صورت کې د آداب القتال د قانون او په دوهم صورت کې د جزایي قانون او د بشري حقوقو د قانون اطلاق کېږي.
که چيرته دا جنګي کارروایې وي نو د آداب القتال د قانون له مخې د دې د جواز لپاره په څلورو پوښتنو غور کول اړین دي. لومړۍ پوښتنه دا ده چې آیا د کارروايۍ والا ته په قاتوني توګه په جنګ کې د شرکت کولو حق حاصل دی؟ یا په بله مانا آیا هغه د مقاتل په شرایطو پوره دی؟دوهمه پوښتنه دا ده چې آیا هغه څوک چې په ډرون حملو کې په نښه کېږي قانونا د هغوی په نښه کولو اجازه شته دی؟ یا په نورو الفاظو آیا هغه پوځي هدف دی؟ دریمه پوښتنه دا ده چې کومه وسله (ډرون) کارول کېږي آیا قانونا د هغې استعمال جایز دی؟ یا دقانون د نصوصو او اصولو له مخې هغه په ممنوعه وسلو کې شمارل کېږي؟ څلورمه پوښتنه دا ده چې آیا د حملې پر مهال او د حملې د ځای په انتخاب کې هغه احتیاطي تدابیر غوره شوې وو کوم چې د غیر مقاتلینو او نورو په قانوني توګه خوندي افرادو او املاکو د بچ کولو لپاره قانون لازمي کړې دي.
حقیقت دا دی چې د دې څلورو اړخونو نه د ډرون حملو اړوند ډېرې نېوکې راولاړې شوي دي. د ډرون برید تر سره کوونکي (آپریټرز) په عام ډول د داسې شخصي شرکتونو کارکوونکي وي چا ته چې سي آی ای قرارداد ورکړی وي. د دوی د مقاتل حیثیت که ناجایز نه دی نو کم تر کمه مشتبه خو ضرور دی. بیا د ډرون حملو د اهدافو اړوند چې کوم اعداد او شمار د مختلفو سرچینو له اړخه مخې ته راځي له هغې هم دا مالومېږي چې په دې حملو کې په ګڼ شمېر کې عام وګړي او غیر مقاتلین په نښه کېږي .
د آداب القتال له مخې د ډرون حملو جواز غیر یقیني دی. که چېرته ډرون حملو ته د دهشت ګردو خلاف جزایې کارروایې وویل شي نو مسله نور هم سنګینه او سختیږي ځکه چې جزایي قانون او همداسې د بشري حقوقو قانون له مخې د دې حملو اهداف مجرم نه بلکه ملزم دی تر څو چې د هغه جرم په محکمه کې د باقاعده کارروایۍ وروسته او هغه ته د ځان د دفاع او صفایۍ د موقع له ورکولو وروسته ثابت نشي له دا ډول کارروایو پرته هغوی د ډرون حملو په توسط وژل قانونا قتل دی له همدې کبله مشهور امریکایي عالم نعوم چومسکي دې ته ما وراء عدالت قتل وایي.