تاند – بلوچانو له بي بي سي څخه غوښتنه کړې ده چې بلوچي ژبه دې د خپلو ژبو په کتار کې ورزیاته کړي.
بي بي سي نن اعلان وکړ چې په موجودو ژبو سربېره په ۱۱ نورو ژبو خپرونې پیلوي. (په دې هکله راپور)
په یوه لیک کې چې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالو د بي بي سي ورلډ په نامه لیکلی او تاند ته رارسېدلی، راغلي، «د بي بي سي نړیوال سروېسه، مونږ د بلوچ ملت ځپل شوي خلک سخت خفه یو چې بي بي سي بلوچي ژبه د هغو ۱۱ ژبو په لست کې نه ده نیولې چې بي بي سي په هغو باندې د خپرونو لپاره تازه پرېکړه کړې ده.»
په لیک کې راغلي، «په بلوچستان او بهر کې هر څوک همدا پوښتنه کوي چې بي بي سي به کله بلوچي ژبه د خپلو خپرونو په لست کې شامله کړي. په بلوچي ژبه د پاکستان له خوا اشغال شوي بلوچستان، د ایران له خوا اشغال شوي بلوچستان، او په بېلابېلو نورو هېوادونو لکه افغانستان، د خلیج هېوادونو (بحرین، عمان، متحده عرب اماراتو، قطر او نورو)، هند، افریقا، اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې خبرې کېږي. په نړۍ کې د بلوچي ژبې د ویونکو شمېر تر ۴۰ میلیونه خلکو پورې رسېږي.»
تر دې مخکې، د روان کال د اګست په میاشت کې یو شمېر امریکایي چارواکو له امریکاغږ څخه غوښتنه وکړه چې په بلوچي ژبه خپرونې پیل کړي.
بلوچ سیاسي فعالان وایي چې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې پنجابیان له هند څخه جلا شول او بیا یې د پښتونخوا، سند او بلوچستان په خاوره هم خېټه واچوله د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره جګړه کوي.