تاند- د امریکا یوې څارونکې ادارې په یوه لیک کې، چې نن /پنجشنبه/ خپور شو، ویلي چې د متحدو ایالتونو فدرالي ادارې په افغانستان کې د یوه پنځه ستوریز هوټل او یوه اپارتمان پر دوو ودانیو ظاهراً ۸۵ ملیون ډالره لګولي خو له دې مصرف سره سره دا ودانۍ د اوسېدو نه دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش جان سوپکو په یوه لیک کې ویلي، (OPIC) کمپنۍ، چې له امریکا دباندې پروژې اجرا کوي، په کابل کې د امریکا د سفارت په کوڅه کې د یوه هوټل او یوه اپارتمان د جوړولو لپاره ۸۵ ملیون ډالره اخیستي، خو تراوسه پوري نه هوټل او نه هم اپارتمانونه بشپړ شوي او اوس داسي ښکاري چې په دا دواړه ودانۍ د مخروبې په شان په خپله مخه پرېښودل شوي دي.
ډېر افغان چارواکي په فساد کې، چې په نړۍ کې یې د افغانستان نوم د فاسدو هیوادونو د لیست سر ته خېژولی، د بهرنیانو زیات رول ویني. د امریکايانو لپاره د امریکایانو په لاس د هوټل او اپارتمان دا پروژه یې کېدای شي یوه بېلګه وي.
خاص سرمفتش وايي، دا چې د ۸۵ ملیون ډالرو له لګښت سره سره نه هوټل او نه اپارتمان تراوسه جوړ شوي او دواړه ودانۍ نیم کاره پرېښودل شوي، کېدای شی د فساد له کبله وي.
سرمفتش وايي، نه یوازې دا چې دا دوې ودانۍ جوړي شوي نه دي، بلکې د هغو د امنیت لپاره د امریکا سفارت له درو کلونو راهیسي اضافي لګښت هم کوي.
ټاکل شوې وه چې پنځه ستوریز هوټل او اپارتمان ۲۰۹ خونې ولري.
په فسادکىخو امريکايان له افغانانو کم نه دى دا اوډيرى داسىنورى پيسى خو امريکايانو حيف او ميل کړى.