تاند- د هند د دولت لپاره د بهرنیو چارو وزیر (وي. کې. سینګ) وايي، هند له افغانستان سره زرکلنې کلتوري، ټولنیزې او علمي اړیکې لري.
ښاغلي سینګ دا خبره د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې د هند د کلتوري اړیکو شورا د افغان ځوانانو د سکالرشیپ پروګرام د لسمې کالیرې په مناسبت غونډې ته وکړه.
ده وویل«له نورو هیوادونو سره د اړیکو ټینګول تر ډېره د تعلیم له لوړېدو او تبادلې سره تړلي دي. زه په هند کې د افغان نجونو محصلانو د شمېر زیاتېدا ستایم او تمه لرم چې دوی به په افغانستان کې د ښځو د وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.»
د (SSSAN) په نوم د افغانانو د زده کړو ځانګړی پروګرام په ۲۰۰۵ م کال د افغانستان او هند ترمنځ پیل شو.
دا پروګرام اوس د ۵ نورو کلونو لپاره تمدید شوی دی. نوی پروګرام له ۲۰۱۷-۲۰۱۸ څخه پیلېږي او تر ۲۰۲۱-۲۰۲۲ پوري دوام کوي.
د هندي رسنیو پر اساس په دې پروګرام کې زیاته پاملرنه افغان نجونو ته کېږي.
د دې لپاره چې افغان نجونې او ښځې د نړۍ تر ټولو محرومې او مظلومې ګڼل کېږي، له افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو په مرستو کې دې طبقې ته ځانګړی پام کېږي.
په مقایسوي ډول تر بل هر هیواد په افغانستان کې لږ نجونو زده کړې دي.
په غونډه کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وویل«په تېرو کلونو کې د محصلانو، استادانو او کلتوري تبادلې په برخو کې زموږ اړیکې پراخې شوي او هیله لرو چې نورې هم زیاتې شي. هند له موږ سره مرسته کړې او د دوو هیوادونو ترمنځ د همکاریو د لا ډېرېدا توقع لرو.»
هند له افغانستان سره د ۲۰۱۶ م کال تر لومړیو پوري د بېلابېلو پروژو په خاطر تر ۲ زره ملیون ډالره زیاته مرسته کړې او سږ کال یې د ۱۰۰۰ ملیون ډالره نورې مرستې ژمنه وکړه.
د هند مرستی د تعلیم په برخه کی ډیر د ستاینی وړ دی ، خو خدای جل جلاله دی وکړی چه وړ کسان انتخاب او معرفی شی تر څو اهل کسان زیات او فساد مو کم شی .
نن ورځ ځینی کارونه چه ټولی متمدنی او مهذبی ټولنی ورباندی د رد اتفاق نظر لری او ټول ورنه کرکه کوی خو فاسد حکام یی تر سره کوی او حتی زموږ ګاونډی د مسلمانانو حکام هم پدی غلطی پسی روان دی ، ځینی مثالونه یی دلته ذکر کوم ، کوم چه انسانی دی خو موږ تری محروم یو :
د ګاونډی سره ښه سلوک او احترام متقابل .
دنورو په کور او چارو کی لاس نه وهنه .
د نورو عقایدو ته احترام او درناوی .
د ضعیفانو سره مرسته نه دا چه ظلم پری وشی.
انسانی همدردی او بشر پالنه .
او دیته ورته نور انسانی حقوق او وجایبو ته پاملرنه د انسانی مقام تقاضا بلل کیږی خو مع الا سف حتی د مسلمانانو حکام هم د انسانیت د خط قرمز نه تیری او د انسانی ټولنو آرام او سکون تباه کوی .
پدی لړ کی با صلاحیته او په ساینس او تکنالوجی کی پرمختللی هیوادونه هم خپل منفی بارز رول لری چه له ساینس او تکنالوجی نه د غیر انسانی مقاصدو لپاره کارول دی چه ډیر روښانه مثال یی په سوریه کی د ملحد حاکم په ګټه د ایران مداخله او بالاخره سوریه د روسیی او امریکا تر قتل عام لاندی راوستل دی او همدا شان په افغانستان کی د پاکستان ، ایران او نورو منفی مداخلی غیر انسانی بلل کیدای شی
نو انسانیت ته د برګشت او د انسانی ټولنی د آرام او سکون لپاره باید انسانی اهداف اعاده او تجدید شی ، ځکه د انسانیت لار پاس پاتی ده او دا شر اچوونکی حکام بهیمی او حتی اضل موقف ته غورځیدلی