تاند- د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال وايي، پاکستان به په دې خاطر چې په خپله خاوره کې یې تروریستانو ته پناه ورکړې، د دونالد ټرمپ له لوري له جدي ستونزې سره مخامخ شي.

په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون سرپرست ډیویډ سیډني، چې پخوا د امریکا مرستیال دفاع وزیر و، په کابل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل«پاکستان به د ټرمپ له لوري له لوی مشکل سره مخامخ شي.»

ښاغلي سیډني وویل چې د ډېرو هیوادونو په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ پالیسي څرګنده نه ده خو ده د انتخاباتي مبارزې په لړ کې د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې کړې دي.

 ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان په وړاندې د امریکا د سیاست او دریځ د بدلېدو په اړه یې د ټرمپ په څرګندونو کې کومه نښه نه ده لیدلې او داسي ویل کېږي چې ټرمپ به هم د اوباما په شان د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په لړ کې پاکستان د ټولې نړۍ لپاره مشکل بللی او دغه راز یې ویلي و چې د پاکستان د اتومي بم د کنټرول او څارنې لپاره هم له افغانستانه پوځیان نه باسي.

ده حتي ویلي چې پاکستان ته دې د امریکا مالي مرستې بندې شي.

ټرمپ د افغانستان د لوېدیځ ګاونډي ایران په اړه هم متفاوت نظر لري. د ټرمپ نژدې سلاکارانو ویلي چې باید له ایران سره اتومي موافقه فسخه شي او د ایران د حکومت د مخالفانو ملاتړ وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *