تاند- د عوامي نشنل ګوند یو جګپوړی مشر حاجي عدیل نن /جمعه/ د ۷۲ کلونو په عمر په پېښور کې وفات شو.

حاجي عدیل، چې د ۱۹۴۴ م کال د اکتوبر په ۲۵مه زېږېدلی، پخوا د پاکستان د مشرانو جرګې یا سینټ غړی و.

د افغانستان حکومت او پخواني ولسمشر حامد کرزي د حاجي عدیل په مړینه خواشینی ښکاره کړې او نوموړی یې د دیورند د دواړو خواوو د پښتنو د یووالي لپاره د هلوځلو په خاطر ستایلی دی.

حاجي عدیل نن مازدیګر په پېښور کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

له ده درې زامن او یوه لور پاتې دي.

عوامي نشنل ګوند د حاجي عدیل په مړینه درې ورځې ویر اعلان کړی دی.

د دغه ګوند مشر اسفندیار ولي خان د حاجي عدیل د مړینې په اړه په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي«د عوامي نشنل ګوند د تجربه کار مشر حاجي محمد عدیل ناڅاپي مړینې سخت خوابدی کړم. نوموړی د هر سیاسي او دیموکراتیک خوځښت مشر و.»

د عوامي نشنل ګوند یوه بل مشر افراسیاب خټک ویلي چې د حاجي عدیل مړینه د یوې دورې پای دی.

One thought on “د عوامي نشنل ګوند یو تجربه کار مشر حاجي عدیل وفات شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *