د یوې ټولنې هغه وګړي چې په راتلوکې باندې عقیده او باور لري، تل هڅه کوي چې په ټولنه او خلکو کې د سواد، تحصیل، کار کولو، د تولید فکر او ورسرهد مطالعې کچه لوړه کړي. د همدې هڅو په لړ کې زموږ د میډیا په بیلابیلو برخو کې د چیز فهمه غړو له لوري تل دا هڅه شوې چې مطالعه په ټولو خلکو کې په یوه منلي دود باندې بدله شي.

د همدې هڅو یوه ښه بیلګه مې د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په دوه ویشتمه نیټه په فیسبوک کې له نظره تیره شوه. دا جملې او عکسونه ښاغليMahmood Saeed محمود سعید په خپلهپاڼهکې ایښي وو:

«په نوره نړۍ کې د سرک په غاړه دا ډول واړه، وړيا کتابتونونه دي. خلک کتابونه اخلي؛ لولي يې او بېرته خپله کتاب يا يې پر ځای بل کتاب اېږدي.

که موږ هم وکړای شو لږ تر لږه يو له بل سره کتابونو د لوستلو له پاره بدل کړو يا په ځينو سيمو کې دا ډول تجربې وکړو؛ ډېرې به ګټورې وي»

%db%b2په عکسونو کې چې له لرګیو جوړې وړې کوټنۍ له کتابونو ډکې لیدل کیږي، په اړخو نو باندې یې دا له مینې او مهربانۍ ډکې جملې لیکل شوې دي:

ــ وړوکی وړیا کتابتون،

ــ یو کتاب ولولئ،

ــ یو کتاب شریک کړئ،

ــ یو کتاب بیرته را وګرځوئ.

د ښاغلي محمود سعید د دې پوست په کامنتونو کې ځینو هیواد والو خپل نظریات داسې څرګند کړي وو:«

ــ محمود سعيد وروره د کتاب په هکله ستاسو ژوره مينه ستايم!،

ــ بهترینه مشوره:

که مطالعی ته مخ کړو ایله به وطن جوړ شي،

ــ دلته که جوړ شي ټول به خلک وړي په چپس پلورونکو به يې خرڅوي،

او…»

د ښاغلي محمود سعید د فیسبوکي ملګرو دا څو بیلګې چې ما د نمونې په ډول را واخیستې، لیدل کیږي چې دا نظرونه زموږ پر ټولنه باندې د حاکمو اخلاقو په تله برابر دي. د مطالعې د کلتور د عامیدو له پاره هم مثبت نظریات شته او هم داسې نظریات شته چې کتاب د مطالعې له پاره نه، بلکې د سوځولو(در ګران) او یا د شیانو (چپس یا نور خوراکي توکي) د تاوولو له پاره کارول کیږي.

اوس نو په داسې یو حالت کې هغه ډله چې د سواد، مطالعې او پوهې پلویان دي، څه باید وکړي؟

دوی سره ښايي چې له پراخې حوصلې نه کار واخلي او د خپل انساني هدف د پوره کولو له پاره له خنډونو سره، سره خپل کار ته دوام ورکړي. کتاب باید تر هغه چا پورې ورسول شي چې د لوستلو مینه او علم د تر لاسه کولو تلوسه او هیله ولري، کتاب باید هغه چا ته په لاس ورکړل شي چې په قدر یې پوهیږي او دا کار په پراخې پیمانی شوی او کیږي چې غوره بیلګه یې دقلملارټولنې(ویسا ورونه)

انساني فعالیتونه دي چې په ټول افغانستان کې یې تر اوسه په زر ګونه او لکونه ټوکه کتابونه تر هغه چا پورې رسولي دي چې لولي یې او اړتیا ور ته لري.

البته دا ډیره اړینه ده په دې باب هم فکر وشي چې د کتابونو په چاپولو او خپرولو په مسآله کې زموږ د ټولنې دې ګوډ او مات اقتصاد ته په کتو سره، د چاپ او خپرولو له پاره داسې لیکنې، مقالې او کتابونه انتخاب کړای شي، چې هغه لوستونکي ته یو څه ورکړي، داسې څه ورکړي چې د وړاندې تګ له پاره یې په اوسنۍ زمانه کې د لارې څراغ شي، نه داسې څه چې په هغه باندې مصرف وشي، په چاپولو او لوستلو یې وخت ضایع شي، خو د لوستوکو په تیره نوي نسل فکري تګلوری په نا سمه لار ور برابر کړي او په دې ډول له کتاب يا مقالې یا چاپ شوي متن نه بیخي منفي نتیجه تر لاسه شي او یا داسې مبهم وي چې هیڅ مانا و نه لرې. د دغسې مبهم متن یوه وړه بیلګه ښاغلي محمود سعید د بل چا له پاڼې را پور کړې ده:

«دلته په داسې کتابونو هم پیسې، وخت، کاغذ او ماغزه (که درلودل يې!) مصرف شوي دي.
انځور د آغلې سويتا له پاڼې»

زه فکر کوم چې د مطالعې د دود د عامولو په برخه کې محمود سعید ډیر فعاله دی. دا یې په فیسبوک کې د مطالعې له پاره یو پوست دی:
«باور وکړئ کتابونه تر هر څه ارزانه دي. که هره ورځ ۱۰ افغانۍ ځانګړې کړو؛ په مياشت کې دوه د منځنۍ بيې کتابونه اخستلی شو. په کتابونو پیسې نه ورکيږي.»

په یو بل پوست کې محمود سعید د مطالعېله پاره داسې پته ښودلې ده:

«کتابتون ته په لسګونو نوي علمي او مالوماتي کتابونه پورته شوي دي. ورشئ؛ وړيا يې تر لاسه کړئ او ويې لولئ.»

البته که د محمود سعید فیسبوک پاڼې ته څوک سر ور ښکاره کړي، تر نورو پوستونو یې د مطالعې او کتاب په باب د پوستونو تله درنه ښکاري او د کتاب او مطالعې په باب تل داسې مثبت نظریات شریکوي چې د ټولو په ګټه وي. دغې لاندې مشورې ته یې پام وکړئ:

«دغه کتاب که نه وي ژباړل شوی؛ ښه به وي چې وژباړل شي.
البته یو بل خبر کړئ چې د دوو کسو وخت ضایع نه شي.»

د محمود سعید د همدې پوست لاندې څو تنو ځوانانو په ډیره مینه د ژباړلو وعده کړې او د چاپولو د بار اوچتولو وعده په دې ډول کړې ده:«

ــ دا چې هر څوک ژباړي، چاپ ته یې زه اوږه ورکوم او نور یې هم نازوم.

ــ ما خو مخکی وویل چی زه یی ژباړلو ته وخت ورکوم، خو داسی نه چی بل چا پری شروع کړی وي.»

زه فکر کوم دا کار یو ساده او عادي مدیریت ته اړتیا لري چې د سپانسور او ژباړن کارونه منسجم کړای شي کتاب چاپ او تر لوستونکو پورې ورسول شي.

په پښتنو کې د مطالعې د کلتور ضَعف یا نشتوالی یوه محسوسه ستونزه ده چې ډیر ځلې په نښه شوېده. محمود سعید هم دې نیمګړتیاته اشاره کړې ده:

«د نړۍ په هر ګوټ کې مهم خپرېدونکی کتاب په ډېره لنډه موده کې پارسي ته ژباړل کيږي؛ په یوه ورځ پلورل کيږي او بيا د کلونو په اوږدو کې لسګونه ځله چاپيږي. د کتابونو د پلورل کېدلو ګټه دا ده چې ژباړونکي ورته کار وايي او له مالي اړخه پرې بسيا کيږي.

دلته په شپېته ميليونه پښتنو کې د يوه علمي کتاب زر ټوکه ايله په یوه یا څو کلونو کې په ډېره سختۍ پلورل کيږي. که څه هم بيه يې د يوه څاښت خواړه وي.»

«پښتانه د کتابونو پېرلو او لوستلو دود نه لري؛ ځکه نو له نورو ژبو د کتابونو ژباړلو بهير پڅ روان دی. حتی ډېر باسواده پښتانه هم د نړۍ د غوره کتابونو د نه لوستلو له کبله له يوه ډېر ستر نعمته محروم دي.»

له دې سره، سره بیا هم محمود نه دی مایوسه او د مطالعې د دود د رواجیدو او پوهې د تر لاسه کولو له پاره داسېتوصیههم کوي:

«ځوانان بايد هغه پیسې چې د انرژۍ په څښلو، قیلون او سګرټ څکولو او نورو روغتيا ضد خوړو ورکوي؛ په کتابونو ورکړي. په دې ډول به خپله معنوي او د هېواد د کتابونو او ليکوالۍ دواړو پانګې ځواکمنې کړي.»

که ښه پام وکړو او حقیقت ته ځیر شو، په ټولنه او خلکو کې د سواد او مطالعې رواجیدل، د ژوند په هره برخه کې کولای شي مثبت بدلون راولي، کولای شي د شخص، اشخاصو، کورنۍ او ډیرو خلکو ژوند وژغوري. یو وړوکی او لنډمثالبه یې وړاندې کړم:

په ښخینوو کې د تیو سرطان او په نارینوو کې د پروستات سرطان یو ډیر عامه او شایع نا روغي ده یو ډاکتر په ډیره روانه او نرمه ژبه د تیو د سرطان رامنځ ته کیدل او مخنیوي په باب ډیره علمي څه لیکي، د ناروغۍ څرنګوالی، د مخیوي طریقه او… ښيي،خو که سواد نه وي او و نه لوستل شي، نو ګټه به یې څه وي. لکه زموږ په ټولنه کې چې ډیره سلنه خلک سواد نه لري او که لري یې هم داسې اړینو لیکنو ته بیا یا لاسرسی نه لري او یا یې لولي نه.

د محمود سعید د فیسبوک پاڼې ډیره سلنه پوستونه د مطالعې د دود د عامیدو او د نوي نسل د نوې روزنې په موخه شوي دي. دې لاندېڅو جملو ته یې پام وکړئ:

«تر هغه چې تر ټولو زياته پانګونه په زدکړو او د نوي نسل په روزنه ونه شي؛ افغانستان به باثباته او افغانان به سوکاله نه شي. که هر څومره زيات تورفکري ووژل؛ ورټل او وشړل شي؛ په مقابل کې يې څو برابره نور روزل کيږي او د دې ټولنې او خلکو په ضد کارول کيږي.

له زرګونو کالو راهيسې جګړې ګټو او سرونه بايلو خو د جګړو په مخنيوي او عواملو کله هم فکر نه کوو

زه یې داسې انګیرم چې که د محمود سیعد او قلملار ټولنې د فعالیتونو په څیر د زړه له کومې د کتاب د خپرولو،د مطالعې د کلتور د دودولو او د تعلیم د تر لاسه کولو د فکر د عامولو له پاره کار وشي، لرې نه ده چې دا خلک به یوه ورځ د مطالعې او زدکړو له لارې، له دې اوسنیو بدمرغیو خلاص او د ترقۍ لوړو پوړیو ته به ځان ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *