تاند- د تاند له لوستونکو په بحښنې چې بیا هم یو بوږنوونکي عکس او خبر خپروو.

دا عکس د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې خپور کړی او ویلي یې دي چې دا ماشومه، چې انجیل نومېږي، په فلیپین کې زېږېدلې ده.

له زېږېدو ۵ ورځې وروسته مور ولیده او ورته څرګنده شوه چې لور یې کومه ناروغي لري.

انجیل له هماغه پیله په یو ډول مغزي ناروغۍ اخته وه او د همدې لپاره د زوکړې په لومړیو کې ځانګړي روغتون ته ولېږدول شوه.

د دې مور وايي چې تل به یې ژړل او ځان به ورته ملامت ښکارېده.

انجل څلور ځلي په فلیپین کې عملیات شوه خو نتیجه یې ورنه کړه.

2

بالاخره د انجل د مور وپلار او یوې مرستندویې ادارې د هڅو په پایله کې په استرالیا او نیوزیلنډ کې د دې کوچنۍ نانځکې د مخ جراحي عملیات وشول او دې ته د عادي انسانانو په شان ژوند په برخه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *