لیکوال: حامد احمدزی
سوالګره د خپل کوچني ماشوم سره د سړک په غاړه ناسته وه، لارويانو ته به یې د خیر لاس ور اوږد کړ، خو څوک وو چې پروا يي کړې وای!؟
ځوان لاروی يې په سر پورې ودرېد، ورته ځير شو. سوالګرې لاس ور اوږد کړ:
- به رضای خدا یک چند روپه ګګ بتین طفلکایم برای شب نان نداره،
لاروی مسکی شو، په شونډو کې یې وویل:
- دا ځواني او سوالګري!؟
سوالګره په غوصه شوه،
- برو ګم شو از خود خواهرو مادر نداري!
- خور او مور لرم خو ښځه نه لرم.
په همدې سره یې لاره خپله کړه، شېبه وروسته سپین ږیری په کړوپه ملا په لاره تېرېدو. سوالګرې بیا وویل
- او مسلمانا خیر بتی
ماشوم خپلې مور ته ورترغوږه شو وې ویل مور جانې بابا مې دی
سوالګره ځیر شوه ګورې چې پلار يې تر مخ ولاړ دی، سره تر غاړې وتل، ښه شېبه یې وژړل. پلار یې د لور له اوږې سر پورته کړ، اوښکې يې پاکې کړې، د سوالګرې په سترګو کې ډوب شو،
سوالګرې وویل: پلاره پوهیږې زه چا سوالګره کړم؟
پلار یې سر ګرېوان ته کړ، خو سوالګرې وار ورنکړ:
- چې کوچینۍ وم ویل به دې چې ښځه یا د کور وي یا د ګور، وروڼه مې ښوونځي ته تلل، له پوهنتونونو فارغ شول، خو زه د سړک په غاړه پاتې شوم، او یتیم ماشومان مې په سوال مړوم