خوشال د موبایل شیشې ته د ادیلا عکس راوست. دا عکس یې پرون د پوهنتون په بر سر کې له ونو سره اخیستی و. د مني په زیړو پاڼو کې د نجلۍ سره اننګي داسې ورته وایسیدل لکه یاقوت چې دې په سرو کې نیولی وي.

د موبایل رڼا ورکه شوه. ده بیا ګوته پرې ټینګه کړه. پر اوږې اړولی بیک یې پرانیست. پیاله یې راواخیسته. پر سپینه پیاله یې د ادیلا همدغه عکس چاپ کړی و:

« د دې خوښیږم؟! »

« زړه زړه ته لاره لري»

د پیالې منځ ته یې وکتل:

« کاشکي مې یو ګران بیه شی ورته اخیستی وای»

د موبایل سکرین ته یې وخندل:

« دیارلس دقیقې  یې لا درس ته پاتې دي»

« زومړې په هغه بله لاره ونه وځي»

پیاله یې په بکس کې کیښوده. له چمنه واوښت. چپ لاس ته ځیر شو. بیا یې ښۍ  خوا ترسترګو تیره کړه:

« شپږ دقیقې پاتې شوې»

« اوف کاشکي مې د سرو زرو یوه ګوتې ورته اخیستی وای»

شونډه یې په غاښ کړه:

« سره کله خوښوي»

د ادیلا غږ شو. خوشال د ونې د ډډ شاته شو، نجلۍ له یوه سپین پوستي سره لاس په لاس تیره شوه.

 ده زنګ ورته وواهه. هغې ورته وویل:

-سبا به په پوهنتون کې وګورو

-زه له صنف سره تاته انتظار وم

-تا خو ماته نه و ویلي چې راځم

– ما ویل ناڅاپه به سره وګورو

د ادیلا خندا لوړه شوه. د ده لاسونه سست شول. بیک یې له اوږو وښویده. بیک له مځکې سره ولګید. دی ورته کښیناست، د بیک ځنځیر یې کش کړ. د پیالې لاستی مات شوی و او په سپینه پیاله کې د ادیلا شنو سترګو لمبه کوله.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *