د اداري فساد پر لویو قضیو او دوسیو د غور ځانګړې محکمې د نظامي څارنوالۍ یو رئیس په دوه کاله او شپیږ میاشتې تنفیذي بند او پنځوس زره افغانیو جریمې محکوم کړ.
د محاکمې د پلاوي رئیس شیراقا منیب د شنبی په ورځ د ياد حکم د صادرولو پرمهال وویل، دغه حکم وروستی ندی او محکوم شوی شخص کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.
ولسي جرګه وايي ستره محکمه دې د وزیرانو د استیضاح په اړه داسې پریکړه نه کوي چې اعتبار ته یې زیان ورسیږي.
د دې جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر، چې نن یې د جرګې مشري کوله، وویل ستره محکمه یو معتبره قوه ده او باید د اجراییه قوې تر تاثیر لاندې رانه شي.
په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي وویل، ایران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې ملاتړ کوي او باور لري چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانه جګړه پای ته رسولی شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، د اسیا د زړه هیوادونو شپږمه غونډه به د افغانستان او هند په مشرۍ د هند په امرتسر ښار کې جوړه شي.
په کابل کې څو ترهګر له وسلو او چاودېدونکو موادو سره ونیول شول.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې دوه تنه یې په داسي حال کې نیولي چې وسله او چاودېدونکي مواد یې له میدان وردک څخه کابل ته وړل.
په ملګروملتو کې د هند دایمي استازي له دې موسسې وغوښتل چې دټولې تروریستي ډلې په تور لیست کې شاملې کړي.
په م.م. کې د هند دایمي استازي اکبرالدین نن وویل، د ملګروملتو اعتبار په دې خرابېږي چې ټولې تروریستي ډلې په تور لیست کې نه شاملوي.
ده وویل چې افغانستان د القاعده، طالبانو، داعش او حقاني ترڅنګ د لشکرطیبه او جېش محمد له لاسه هم ډېرې قربانۍ ورکړي دي. نو پکار ده چې ټولې په تور لیست کې وي.
د امریکا دفاع وزارت کانګرس ته خبر ورکړی دی چې د افغانستان لپاره له روسیې څخه ( ایم ای اوولس) هیلکوپتر نه پيري او د دې په بدل کې امریکایي هیلکوپتر اخلي.
وسله والو طالبانو په سرپُل ولایت کې د صیاد ولسوالي نیولې ده.