د روداتو مخورو په یاده ولسوالۍ کې د غصب پر ضد د مبارزې په برخه کې د ولایت مقام سره د همکارۍ ژمنه وکړه .
ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ یو شمېر مخورو سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د غصب شوو ځمکو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او په دغه برخه کې د ولایت مقام سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه .
دوی زیاته کړه، د روداتو ولسوالۍ په ګڼ شمېر سیمو کې حکومتي ځمکې د ګڼ شمېر غاصبینو له لورې د غصب ترڅنګ په غېرې قانوني ډول پلورل کیږي او په دغه برخه کې يې د ځانګړي اقدام غوښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو مشرانو څخه مننه وکړه،چې د غاصبینو پر وړاندې پیل شوې مبارزه کې د ولایت مقام سره همکاري کوي .
هغه ډاډ څرګند کړ،چې په دغه ولایت کې به د غاصبینو پر وړاندې جدي اقدامات کوي او غصب شوي ځمکې به حکومت ته وسپاري. .
درې تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونيول شول
پوليسو د پلټنې پر مهال په خوږياڼو ولسوالۍ کې يو تن انسان تښتوونکی، چې څو ورځې وړاندې يې د کريم په نوم يو تن تښتولی و او بيا يې د يو سل او پنځوس زره پاکستانۍ کلدارو په بدل کې ازاد کړ ونيوه.
دغه راز پوليسو سره رود ولسوالۍ کې د غير قانوني وسلې ګرځولو او جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د يو تن ټپي کولو په تور هم دوه تنه نيولي دي، چې تر پوښتنو لاندې دي.
پنځه تنه د چاودونکو او نشه توکو سره يو ځای ونيول شول
د ننګرهار مومندرې او دوربابا ولسواليو کې د لومړي سرحدي لواء شپږم کنډک موظفينو له لوري پنځه تنه د چاودونکو او نشه يي توکو انتقال په تړاو ونيول شول.
د لومړي سرحدي لواء موظفينو د معلوماتو له مخې په مومندرې ولسوالۍ کې يې په يو کرولا ډوله موټر کې ۲۴ بنډله ثانيه سوز او ۴۸ چاودونکي کپسول څلور تنو سره يوځای نيولي دي.
دغه راز په ورته کې د يادې لواء موظفینو له لوري د دوربابا دربند سيمه کې ۶۲ کلچې چرس، چې په بوجيو کې ځای پر ځای شوي و يو تن سره نيولي دي.
نيول شوي کسان په امنې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.
داعش وسله والو یو دیني عالم په شهادت رسولی .
ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په اخون کلي کې تېره شپه داعش وسله والو د مولوی عبدالصمد په نوم یو دیني عالم چې د یاد کلي د ملا امام ترڅنګ خطیب هم و،له ځآن سره تر بېولو وروسته په شهادت رسولی دی.
پنځه څلوېښت کلن شهید مولوی عبدالصمد حکومتي دنده او یا هم له حکومتي چارواکو سره اړېکه نه درلوده،خو د ملاامام ترڅنګ یې ګڼ شمېر مدرسو کې د استاد په حیث هم دندې ترسره کړې وې.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد دیني عالم په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې،نوموړي ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې .
هغه داعش د مسلمانیت او افغانیت څخه لرې ډله بللې،چې د اسلام له سپیڅلي دین څخه هر مهال ناوړه ګټه پورته کوي .
تر دې وړاندې د شینوارو ولسوالیو د علماؤ شورا رئیس ویلي و،چې داعش وسله والې ډلې تر دا مهاله ۲۶ دیني عالمان په شهادت رسولي دي .
د ملا بزرګ په ګډون ۷ داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لغړ جوی سیمه کې تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د برید له امله د داعش ډلې د یو مهم قوماندان ملا بزرګ په ګډون ۷ داعش وسله ووژل شول او د دوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات تخریب شول .
د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه د جلال اباد ښار څلور دروازو کې دویم لین سړکونه جوړیږي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وایي د جلال اباد ښار ته د داخلیدو څلورو دروازو کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او ولسونو ته د سهولتونو برابرولو په موخه دویم لین سړکونه جوړوي .
نوموړي زیاته کړه، ډیر ژر به د بهسودو او انګور باغ په سیمو کې پل ته څېرمه د دویم لین سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي،چې له امله به یې د ترافیکي او نورو ستونزو مخنیوی وشي .
د هغه په وینا په راتلوونکي کال کې به د ځآنګړي بودیجې څخه دوه نورو دروازو کې هم دویم لین سړکونه جوړ کړي،ترڅو په بشپړ ډول د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي .
ښاغلي منګل دغه څرګندونې نن د لړم په ۲۷مه د انګور باغ په سیمه کې دویم لین سړک د جوړونې بهیر څخه د لیدنې پر مهال،چې د جلال اباد ښاروال یې هم ملتیا کوله،وکړې .
جلال اباد ښاروال حیمدالله افغان وویل،د هډې فارم له پله تر انګور باغه د دويم لاين سړک د قير اچونې چارې به د راتلوونکو دوه ورځو په ترڅ کې بشپړې او سړک به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
نوموړي زیاته کړه، دغه سړک، چې پنځه سوه څلوېښت متره اوږد والی او اوه متره پلنوالی لري د دولس ميليونه افغانيو په لګښت د ښاروالۍ له بودجې څخه جوړيږي .
دا په داسې حال کې ده،چې د بهسودو نوي پل دواړو لورو ته هم د سړک جوړونې چارې څو ورځې وړاندې پیل شوې .
په جلا ل اباد ښار کې د هډې فارم له پله تر انګور باغه د دويم لاين سړک د قير اچونې چارې پيل او ډير ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د جلا ل اباد ښاروالۍ مسوولين وايي: د هډې فارم له پله تر انګور باغه د دويم لاين سړک د قير اچونې چارې پيل او ډير ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
مسوولين وايي: دغه سړک، چې پنځه سوه څلوېښت متره اوږد والی او اوه متره پلنوالی لري د دولس ميليونه افغانيو په لګښت د ښاروالۍ له بودجې څخه جوړيږي، چې ډير ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
مسوولين وايي: د دغه سړک په جوړيدو سره به د ښاريانو هغه ستونزې تر ډيره حل شي ،چې تردې وړاندې يې په سيمه کې د تګ راتګ پر مهال لرلې.
د لومړي نمبر سرحدي لوا تعليمي ټولي څخه پنځه شپيته تنه ساتونکي فارغ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
د لومړي نمبر سرحدي لوا درستيز وال سمونوال محمد ايوب حسين فارغو ساتونکو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ دوی خپلو دندو ته ځير کړل.
نوموړي په دې خوښي ښکاره کړه ،چې د لومړي نمبر سرحدي لوا اړوند ساتونکي او منسوبين په مسلکي زده کړو سمبال دي او د ننګرهار سربېره نورستان او کونړ ولايتونو کې خپلې دندې په ميړانه او لوړ مرال سره ترسره کوي.
حسين خېل فارغو پوليسو ته سپارښتنه وکړه ،چې خپلې دندې د هېواد نافذه قوانينو په رڼا کې پرمخ يوسي.
د لومړي نمبر سرحدي لوا درستيز وال وويل: دغه پنځه شپيته تنه ساتونکي به له فراغت وروسته خپلو اړوندو جزتامونو ته ستانه شي.
د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو دوه سوه يو شپيته بې ځايه شويو او کډوالو کورنيو سره د يو شمېر مرستندويه ادارو له لوري نغدي مرسته ترسره شوه.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي: يو سلو څلور اتيا کورنۍ ،چې په دې وروستيو کې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي د ای – ار – سي ادارې له لوري هرې کورنۍ سره د شپږ – شپږ زره افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه.
نوموړی وايي: اوه اويا کورنۍ ،چې له پچير اګام ولسوالۍ څخه د ځينو ستونزو له امله را بې ځايه شوي او دا مهال د بهسودو ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې مېشتې دي د اين – ار – سي ادارې له لوري هرې کورنۍ سره د شپاړلس – شپاړلس زره افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه.
د فقيرزي په وينا د ننګرهار والي په لارښوونه يې د بې ځايه شويو کورنيو سروې پيل کړې ، چې په وينا يې له سروې وروسته به ټولو بې ځايه شويو کورنيو سره ورته مرستې ترسره شي.
دی وايي : تر دا مهال يو زرو درې سوه درې اويا غير راجستر شويو کډوالو کورنيو سره د ای – ار – سي ادارې له لوري د نغدي مرستې ترڅنګ د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.
په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم راوستو په موخه د ګمارل شوي ګډ کميسون فعاليتونه د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال له لوري وارزول شول.
د شاوخوا لس ورځو راپدې خوا په جلال اباد ښار کې د نظم راوستو په موخه ګډ کميسون فعاليت پيل کړی ، چې تردې مهاله يې په سلګونه ريکشو څخه ګازډبې خلاصې کړي ، پلې لارې او واټونه يې د لاسي پلورونکو او کراچيو څخه پاک کړيدي .
د پنجشنبې په ورځ دولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په جلال اباد ښارکې د ګډ ټاکل شوي کميسون فعاليتونه دشهيد ادم خان په څلورلاري ، صرافۍ مارکيټ ، ډنډغاړې او دښار په يوشمير نورو برخو کې وارزول.
ګرديوال په ښار کې د ټاکل شوي ګډ کميسون فعاليتونه وستايل ، چې په خبره يې تر ډيره بريده يې ښار کې د بې نظمۍ مخه نيولې .
د ولايت مرستيال د کميسون غړو ته سپارښتنه وکړه ، چې خپلې چارې نورې هم ګړندۍ کړي څو ښاريان د يوپاک او منظم ښار درلودونکي شي .
ګرديوال داهم وويل : هغه ځوانې ميرمنې چې هويت يې نامعلوم دی او په ښار کې د خيرات ټولولو په پلمه اخلاقي فساد خپروي په نږدې راتلوونکي کې به يې مخه ونيول شي او ښار به يې له شتون څخه پاک شي .
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست له لوري يو سل نهه پنځوس ميرمنو ته د غذايي موادو د پروسيس او سبزيجاتو د وچولو وسايل ورکړل شول .
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزی وايي : د جلال اباد ښار سربيره يې د بهسودو ، ښيوې او سره رود ولسواليو يوسل پنځه تنه ميرمنو ته د غذايي موادو د پروسيس او څلورپنځوس ميرمنو ته يې د سبزيجاتو د وچولو لمريز وسايل ورکړه .
د رحيمزي په وينا له يادو وسايلو څخه د ښې ګټې اخيستنې په موخه به په نږدې راتلوونکې کې د ښځينه ترينرانو له لوري يادو ميرمنو ته زده کړې ورکول شي .
د کرنې اومالدارۍ رئيس داهم وويل تردې وړاندې يې اوه سوه ميرمنو ته د سبزيجاتو د روزنې په موخه کورنۍ باغچې جوړي کړيدي ، چې د ميرمنو په اقتصادي حالات يې مثبته اغيزه کړيده .
د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال ميرمنو ته د يادو وسايلو د ويش پرمهال د کرنې او مالدارۍ وزارت له مسولينو مننه وکړه ، چې ددې ولايت سلکونه ميرمنو ته يې په کور دننه د کارکولو زمينه برابره کړه .
ولايت مرستيال په خبره ميرمنې به د يادو وسايلو نه په ګټې اخيستنې سره وکولای شي خپلې اقتصادي ستونزې تر ډيره بريده حل کړي او زياته کړه ميرمنې حق لري چې له خپلو نارينو سره د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې کار وکړي.
ګرديوال د کرنې او مالدارۍ رياست مسولينو ته سپارښتنه وکړه ، چې ياد پروګرام نورو ولسواليوته هم وغځوي .
په ننګرهار کې د ځوانانو تشويق په موخه فوټبال پيل شوې سيالي دسپين غر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسيده.
د ننګرهار ولايت د فوټبال فدراسیون فني مرستيال فضل الرحمن شهزاده وويل، چې دغه سيالۍ د ننګرهار بدنی روزنی امريت د فوټبال فدراسيون لخوا او دجوانان رڼا کلپ په مالي مرسته د جلال اباد ښار د شپږوکلپونو په ګډون ديوې ورځې لپاره دسراج العمارت په ورزشي لوبغالي کې ترسره شوې ،چی موخه يې ځوانان فوټبال ته هڅول اود دې لوبې له نويو قوانينو څخه دلوبغاړوخبرول دي.
شهزاده زياته کړه د دی سياليو په ترسره شويو لوبو کې سپين غر او د شهيد زړورزاهد کلپونو وکړای شول، چې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو پای لوبې ته لاره پيداکړي، چی په پای لوبه کی د سپين غر لوبډلې بيا په يوګول سره سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او ديادو سياليو داتلولۍ مقام يې ترلاسه کړ.
د يادونې ده ، چې ددې سياليو دپای لوبې په مراسموکې سپين غر لوبډلې ته د اتلولۍ مقام کپ، د شهيد زړورزاهد لوبډلې ته دويم مقام کپ او نورو لوبغاړو ته هم ستاينليکونه اوجايزې ورکړل شوې .