لیکوال محمداکبر حقمل
د ملګري تار هغه تار دی، چې له ډول ډول اړیکو یعنې هم له پخو او هم له خامو اړیکو څخه جوړښت اخلي او د دې جوړښت پیاوړتیا او کمزورتیا یې هر وخت په اړیکو پورې اړوندېږي یعنې که چېرې اړیکې پیاوړې وي، نو جوړښت به یې لا پیاوړی وي او که چېرې کمزورې وي، نو د ملګرتیا جوړښت به یې هم کمزوري وي. دا خو څرګنده خبره ده، چې ملګرتوب په کومو څیزونو پیاوړی او په کومو څیزونو له منځه ځي. ملګرتوب یا د ملګرۍ اړیکې یواځې په ريښتينو اړیکو پیاوړی کېږي نه په چل او په دوکې سره ځکه که چېرې هغو کسانو ته ځير شو د کومو، چې د ملګرۍ اړخ کمزوری وي یعنې ريښتینې ملګري نه شي پاللی، نو راته څرګنده به شي، چې دوی د هر چا پر وړاندې د ملګرۍ له سپېڅلې اړیکې څخه غلطه ګټه اخلي او له زړه څخه ريښتيني نه دي. هغه کسان کوم، چې تل بریالي دي او تر ټولو زیات شمېر ملګري لري که فکر وکړو دوی هغه کسان دي، چې تل د خپلو ملګرو له اړیکو څخه غلطه ګټه نه اخلي، چل او دوکه ورسره نه کوي او د ټولو ملګرو پر وړاندې یې ريښتیني وي. د ملګرۍ د له منځه تللو ځینې داسې لاملونه هم شته، چې ویل یا په خوله راوړل یې ښه خبره نده او باید نه وای ویل شوي خو ځکه یې باید ووایو، چې یو یې وخت راغلی دی او بل په نني وخت کې ټولې ملګرۍ همدا بڼه لري. هغه اړیکې، چې له یوې خوا ډېرې رېښتینې او سپېڅلې لمانځل کېږي او له بلې خوا له چل او دوکو څخه ډکې. لکه د بدو اړیکو لرلو لپاره ملګري، د بل کس لپاره ملګري، د پیسو لپاره ملګري، د مرستې لپاره ملګري او داسې نور. دا ډول ملګرۍ ټولې له منځه تلونکې او لنډمهاله دي. که چېرې غواړئ تر ټولو غوره اوږدمهاله ملګرۍ ولرئ، نو ريښتيني واوسئ. محمداکبر حقمل د فسبوک پتهM Akbar Haqmal