د يو هیواد پر سیاسي، کلتوري، اجتماعي، نظامي، مذهبي، امنیتي او نورو اړخونو ميډیا یا رسنۍ زیات اغېز لري. که زموږ په هیواد کي د ميډیا چلوونکي خپل مسولیت په سم ډول وپېژني، ورته ژمن شي او عملي يې کړي. نو لیرې نه ده چي زموږ په هیواد کي هم د میډیا مثبت رول او سمه کارونه په یادو مواردو کي ښې پایلې ورکړي. د ميډيا او ټولنیزو رسنيو له لاري د نورو ملکونو خلګو خپل حکومتونه بدل کړل. د میډیا په مټ يې د خپل حکومت سیاست ته تغیر ور کړ، پوځي افسران، د استخباراتو غړي او د اپوزیسون مشران يې د خپلو کړنو، ویناوو او عمل لور ته متوجې کړل.
که زموږ د هیواد مطبوعات زموږ د ګاونډي هیوادونو له مطبوعاتو سره پرتله کړو، نو د خپل هیواد په مطبوعاتو کي به زياتې نیمګړتياوې راته ښکاره شي. زموږ مطبوعاتو هغه کار نه دی کړی چي هیله يې ترې کېده. موږ دا نه وايو چي د پاکستان یا انډيا غوندي مېډیا دي ولرو، خو دا هرو مرو وايو چي اقلا له نورو خو دي زده کړي؟ د دولتي بستونو په شان دي دلته روابط پر ضوابطو نه مخته کوي؟ اهل او وړ کسان دي ورته وګوماري. که د کسانو د کموالي خبره وي نو بیا دي د رسنيو شمېر کم کړي، لیږ رسنۍ دي وي، خو چي په تول او معیار پوره وي. هغه مطبوعات چي پر معیار برابر نه وي، هیواد، دولت او ولس ته د خدمت پر ځای غضب ورته جوړېږي، هم خلګ ناهیلي کوي او هم د دولت بوديجه پرې لګېږي.
زموږ مطبوعات يوې پيښي ته هغه ټول انعکاس نه شي ور کولای او یا يې نه ور کوي کله د پاکستان ميډيا چي ور ته پام کوي. په پېښور کي پر ارمي سکول د وسلوالو تر بريد وروسته چي کله ما د پاکستان ميډیا کته نو حیران ور ته پاته شوم. رښتيا وايم کله به يې خبریالانو خپل را پور داسي اوډلی، هغه صحنې يې ثبت کړې او په دومره احساساتو او ولوله به وړاندي کاوه چي زه به يې وژړولم. د میډیا زور وو چي د پاکستان ټول ګوندونه، ډلې، حکومت او ولس يې سر يو کړ او د وسلوالو په وړاندي يې د مقابلې يو دريځ رامنځ ته کړ. زموږ په هیواد کي د پېښور تر واقعې زیاتې خطرناکې پيښي وشوې او لا هم کېږي، خو زموږ په يوه رسنۍ کي مي يو داسي را پور هم نه دی ليدلی چي پر ما يې دومره اغېز کړی وي لکه د پاکستان د (اج) یا (جیو) ټلویزون يو را پور.
زموږ په هیواد کي موضوعات کم نه دي. موږ داسي نه يو چي تېرو پوهانو مو پر ډېرو شیانو کار کړی دی او اوس بیخي کم څه پاته دي چي له نوي سره بحث پر وشي. دلته له پخوا څخه هر څه تقریبا همداسي پاته دي او چا بیخي له نوې زاويې ورته کتل نه دي کړي.
زموږ يوه لویه ستونزه دا هم ده چي ميډيا ته مو له فن سره نابلده کسان را وړاندي کېږي. مثلا: د سیاست بحث وي، خو داسي کس خبرې پر کوي چي نه په سیاست کي زده کړې لري، نه ډېر وخت له دې موضوع سره نژدې پاته شوی وي، نه يې په شننه پوهېږي، نه يې ليد لوری مالومېږي، نه له موضوع سره دلچسپي لري، له دې امله نو اوتي بوتي وايي او خلګ پر خاندي.
ديني موضوع وي داسي کس د بحث لپاره غوره شوی وي چي یا خو نيمه ديني زده کړې لري او یا هسي په نوم ديني سکالر وي. هغه څوک چي د يو فن متخصص وي، په هغه فن کي زده کړې ولري، مطالعه يې ورته کړې وي، دلچسپي ور سره لري او هر وخت په دې موضوع کي پلټنې کوي، زموږ پر ميډيا د يوې موضوع په اړه داسي کس را ښکاره کېدل بیخي کم وي.
د ټلويزون او را ډيو خبریالان او کار کوونکي د يوه خوندور او ښه په زړه پوري اعلان جوړولو جوګه لا نه دي. داسي اعلانات خپرېږي چي په قسم وايم زه په شرمېږم. د مطبوعاتو خلګو خو به همدا مسلک تعقبیاوه، پلټنې به يې کولې او تل به يې د نوې موضوع، نوي اعلان، نوي سټایل د را وړلو هڅه کوله چي هم د دوئ په ګټه دی او هم خلګ ور جلبولای شي. ځکه انساني فطرت نوی شی غواړي، له زاړه شي خواتوری کېږي، له دې امله نو په هره برخه کي يې نوښت ته اړتيا ده.
زموږ خبریال خپله میلمه ته نه شي ویلای چي ورورکه! له موضوع ووتې، ما دا پوښتنه کړې وه او ته بل لور ته ولاړې، نو مهرباني وکړه زما پوښتنه یا ځواب کړه او یا يې ایله کړه. له دولتي چارواکو څخه سمې پوښتنې یا نه کوي او يا يې د کولو چل نه ور ځي. خبریالانو مو په خپلو اعمالو ځانونه د نورو په وړاندي د چارواکو چاپلوسان جوړي کړي. د ميډيا خلګ چي د شتمن او چارواکي بوټپاکان شي، نو د هغه ولس او هیواد راتلونکي ته دي الله خیر پيښي کړي.
د پاکستان د جیو، اج، سما او نورو ډېر پورګرامونه او همدارنګه مي د هند د کرکيټ په اړه له میلمنو سره د ځينو هندي چنلونو يو شمېر پروګرامونه تعقیب کړي چي هغوئ له موضوع سره پر تړلو لارو چارو خبرې کوي، که فرضا میلمه له موضوع وزي خبریال يې سمدستي را ګرزوي، چارواکي د خپل عمل او وینا توپير ته متوجې کوي چي ژمنې دي هغه وې او عمل دي دا ډول، ولي؟ له فضل الرحمن سره د سليم ساپي مرکه او یا هم زموږ د تکړه ژونالیست ایمل پسرلي مرکه وګورئ چي ژورنالیست بايد څنګه مرکه وکړي، که میلمه له پوښتنې د ځان ګوښه کولو هڅه کوي نو خبریال بايد څه وکړي؟ او داسي نور.
ژورنالیست بايده هره پېښه جدي ونیسي، د پیښي اړوند اړخونه ټول خپله را وپلټي او حقیقت ته ځان نژدې کړي. خو زموږ ژورنالیستان د عامو خلګو په شان دي چي نه يې د موضوع نويو اړخونو ته پام کېږي او نه د يوې پېښي مهم اړخونه را سپړلای شي. په چاپي رسنيو کي مو زیاتره ليکنې کاپي، تکراري او زړې وي چي زما خو يې لوستلو ته زړه نه کېږي، ځکه هغه مي یا څو واري ليدلې وي، یا موضوع بیخي زړه وي او یا د نورو کاپي کوي.
د يوه دي وي، پخه دي وي، پر بنسټ که ووايم چي د شلو ټلويزونونو پر ځای دي دوه وي، خو چي په معیار پوره وخېژي. دا نو سړی څه کوي چي دولس ساعته سریال خپروي، څلور ساعته يې تکراري پروګرامونه نیسي، يو ساعت يې هره ورځ د موسیقي او سندرو خپرونه وي او له دې سره جوخت بیا- بیا د خبرونو وخت را رسېږي او هغه هم ډېری يې تکرار شوي وي. له دې ټلويزنه به څوک څه زده کړي او څه به ترې واوري؟
کله چي د پاکستان د کرکيټ لوبه وي او بیا په تېره له هند سره نو زه مخکي لا د پاکستان مطبوعات څارم چي دوئ د خپل ټيم په اړه څه وايي او د مقابل لوري په اړه څه دريځ لري؟ بیا چي کله لوبه وشي، نو بیا پاکستاني مطبوعات څارم چي د خپلو لوبغاړو په اړه څه نظر ور کوي؟ جیو سږکال د هند تر لوبه وروسته سمدستي د کرکيټ په چارو پوهېدونکي کسان میلمانه کړل او د هر لوبغاړي د کردار په اړه يې پوښتنې ترې کولې او هغوئ هم له څه ډار او تمې پرته رډ بډ ځوابونه ور کول. مګر والله چي زموږ حالت د افسوس او ژړا وړ دی. زموږ د مطبوعاتو داسي کسان چي ځانونه بې پرې بولي، مګر له کرکيټ بورډ سره غوړه مالي کوي او هيڅ حقایقو ته پام نه کوي.
زه دا خبره بیا هم کوم چي که زموږ رسنۍ نوښت نه شي کولای، نو کاپي او د نورو تقليد خو کولای شي؟ د هند، پاکستان، ایران او نوري نړۍ رسنۍ او مطبوعات دي وګوري، د هغو ښه دي را واخلي او خپله دي عمل په وکړي. تر دې اوسني حالت خو به ښه شي، دوه کاله به همداسي وي، اخیر خو دوئ هم څه ناڅه ابتکار کولای شي او په هر شي کي به د نورو د پيروي بوج نه وي ور تر غاړې.
زه فکر کوم که موږ په خپل ځان کي نیمګړتيا ومنو، کېدای شي يو څه را ښه شو. موږ هم د فلج له حالت سره مخ يو، که ووايم په هره برخه کي نو زما په ګومان هم مبالغه به نه وي، که وي هم نو زیاته به نه وي او بل لور ته بیا غورې وهو چي موږ داسي تاریخ لرو، داسي کسان لرو، داسي هوښيار يو، غیرتي يو، پر ناموس ټينګ يو، له هیواد سره مينه لرو، ښه استعدادونه لرو، ټينګ مسلمانان يو، هر کار په را پوره دی او داسي نور باټک شعارونه چي يوازي پوچ الفاظ دي او هيڅ حقیقت نه لري ان بیخي له څنګه يې لا نه تېرېږي.
تش باټي(لاپي) څه مانا؟ څوک چي عمل او هنر نه لري، هغه که يو کس وي یا درست ملت، نوري دنیا ته اهميت نه لري. نړۍ زموږ کار، زیار او هنر ته ګوري، که زه په عمل کي خلګو ته وښيم چي دا کارنامې کولای شم، نو بیا مي تر عمل وروسته هغه شعار هم مني او که زه په عمل کي هيڅ نه یم مګر شعار مي تر اسمانه رسېږي نو بیا نړۍ ته زما پنځه زره کلن تاريخ هيڅ د ارزښت وړ نه دی، ځکه هغوئ زما اوسني حالت ته ګوري چي د نړۍ هر سوالګر ته مي لاس نیولی دی او له سوالګر څخه سوال کوم.
نور که څوک خوا بدوي، که ژاړي، که سلام نه کوي، بايد حقایق ومنو. موږ که پخوا هر څه وو، خو اوس هيڅ نه لرو یا که وي نو له نشت سره برابر دي. راسئ په هره برخه کي کار و زیار وکاږو، تر خبرو عمل ته پام وکړو، تر باټو هنر راته ښه وایسي، د تېر پر ځای اوس او را تلونکي ته متوجې شو، خپل هیواد، خپل ولس، خپل نظام، خپل خلګ او نور مو د خپلو شخصي ملکيتونو په شان راته ګران شي او په هيڅ بیه يې د نقصانولو هوډ لا ونه کړو. د شخصي ګټې پر ځای د نورو د ګټو تضمينول هم زده کړو.
راسئ د رسنيو پر اوسني حالت خوله خلاصه کړو، قلم وچلوو، فکرونه وتخنوو، د کڼو غوږنو پردې ور پرې کړو، په ستوني کي بند ږغ مو را وباسو، د يو څو ورځو د بدنامۍ، بې خوندۍ، بې ملګرۍ لپاره ځانونه ټينګ کړو. خو زموږ هڅې به ژر رنګ را وړي او بیا به د همدې مطبوعاتو له برکته ويښ ولس ولرو، ويښ چارواکي به وي، ويښ مطبوعات به وي او نړۍ ته به په ويښه وینا کوو او هغوئ به هم را باندي غوږ وګروي. که داسي نه کوو، بلکي همداسي د پيل په غوږ کي بیده پاتېږو، نو بیا د هيڅ تمه مه کوئ، د خیال په نړۍ کي به هر څه یو، خو د واقعيت په نړۍ کي به توشکه هم له بل څخه غواړو.
۳/ لړم/ ۱۳۹۵