تاند- د افغانستان مشرانو جرګې د روسیې او طالبانو ترمنځ پر اړیکو اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دا د افغانستان له خلکو سره ښکاره دښمني ده.

د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي زامیر کابلوف تېره اوونۍ د ترکیې له انادولو خبری اژانس سره په مرکه کې تایید کړه چې روسیه له طالبانو سره تماس لري، او ویې ویل«موږ له طالبانو سره تماسونه لرو.  موږ د خپلو چاینلونو له لارې طالبان اوربند او د جګړې پای ته رسولو ته هڅوو.»

ده په عین حال کې وویل«طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې موږ په سوریه کې ورسره جنګېږو او همدا علت دی چې زموږ ګټې سره نژدې کوي.»

ده د خپلو خبرو په توضیح کې وویل چې طالبان د داعش پر ضد په جګړه کې له روسیې سره ورته دریځ لري.

د مشرانو جرګې ريیس وویل، هغه ګاونډي هیوادونه چې په سیمه کې د ثبات رامنځته کولو هڅه کوي، باید د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بس کړي.

فضل هادي مسلمیار وویل«موږ د روسیې او طالبانو اړیکې په کلکه غندو. موږ د افغانستان په چارو کې د مداخلې د مخنیوي غوښتونکي یوو.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *