تاند- د ملګروملتو علمي، تعلیمي، کلتوري ادارې یونسیف نن /یکشنبه/ د افغانستان لومړۍ مېرمن ته د لیک لوست د جایزې د ورکولو په ترڅ کې د لیک لوست په پروګرامونو کې د ټولو بې سوادو افغانانو د شاملېدو غوښتنه وکړه.

د یونسکو پروګرام منېجرې ناومي ماتسوموتو وویل، د لیک لوست پروګرامونه باید په ښه شکل وړاندې شي څو ټول نارینه او ښځې افغانان سواد زده کړي.

دې همداراز وویل، د افغانستان حکومت باید د ټولو افغانانو د باسواده کولو لپاره د نړیوالې ټولنې د اړوندو ادارو په مرسته  زیاتې هلې ځلې وکړي.

د یونسکو ريیسې او استازې پیتریشیا مک فیلیپس وویل، د زده کړو په برخه کې له بې وقفې هڅو سره سره، لا هم تر ۱۵ کلونو کشر ۱۱ ملیون تنه لیک لوست نه شي کولی او په ابتدايي حساب نه پوهېږي.

دې همداراز وویل، په افغانستان کې د سواد د ملي پلان پر اساس په سلو کې ۳۴ نارینه او په سلو کې ۱۸ ښځو په ټیټه سویه سواد زده کړی دی.

په کلیوالي سیمو کې په سلو کې ۹۰ ښځې او په سلو کې ۶۳ نارینه لیک لوست نه شي کولی.

په دې غونډه کې د افغانستان د پوهنې وزیر اسد الله حنیف وویل چې په سلو کې ۴۰ افغانان بې سواده دي.

حاضردمه په ټول افغانستان کې د لیک لوست زده کولو ۱۵ زره کورسونه فعال دي او په هغو کې ۵ لکه ښځې او نارینه لیک لوست زده کوي.

د افغانستان لومړۍ مېرمن له ټولو افغانانو وغوښتل چې خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره زده کړه وکړي.

دې وویل چې زده کړي خلک د خپل هیواد په پرمختګ کې لا مهم رول لوبولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *