ويل کيږی چې کله به هم انګرېزانو غوښتل،چې خپل حاکميت د استعمار لاندې خلکو باندې لا غښتلی کړي، نو دوی به د نفاق تخم پکې وشينده. په افغانانو یې هم هغه وخت د همدې نخسې څخه کار واخیست، او پښتانه یې په تور ګوندیو او سپین ګوندیو سره ووېشل. د یوې سیمې واړه قومونه یې، یو ورته تور او بل یې ورته سپین ګوندی کړ. همدا وه چې پخپلو کې یې تورې سره سرې کړې، آ ن تر ننه هم کله، کله دا اورېدل کیږي، چې فلانی قوم تور یا سپین ګوندی دی.
کله چې افغانستان ته سرې لښکرې راننوتې، نو د قومونو او ملیتونو د وېش مسلې ته یې بډې راونغاړلې. واړو قومونو ته یې دا په غوږ کې ورکړه چې هله راجیګېږې تاسو هم ځانته ملیت یا قوم یاست، هغه وه چې د ملتوالي څخه یې زموږ ټولنه د ملیتوالي په لور سوق کړه.
دغې ځانځانۍ د مجاهدينو د راتګ سره لا زور واخیست، جګړه یې د قوم، ژبې او سمت په نوم وډنګوله، دهمدې رټلي وایروس په نوم به یې يو او بل وژل، حلالول او په سر میخونه ورټکوهل. کابل یې په اتو بېلو پاچاهۍ ووېشه او کنډواله یې کړ.
د انتقالي دورې په راتګ سره د قومونو په سر سوداګرۍ لا زور واخیست، فرق یې دومره و ، چې هغه وخت د ټوپک تر شپول لاندې قومي تجارت کېده او پدې وخت کې د ولسواکۍ تر نوم لاندې شروع کړ. هر چا د قوم، ژبې او سمت حقوق اخستل، او د وخت رهبرانو هم همدا سرينده ورسره غږوله.
د افغانستان يو ملت یې په ملیتونو او قومونو ووېشه، آن تر دې چې ځینې لږکي قومونه اوس ځانته افغان نه وايي، ځکه دا د تېرو څلوېښتو کلونو قومي سوداګرۍ ورته عقدې رامنځته کړې. اوس هم واکونه د قومونو په نوم وېشل کیږي او دا اتڼ ښه مست روان دی.
راځم اصلي موضوع ته چې هېڅ تاجک یو بل په سمتونو سره نه ووېشه، نه هزاره دا کار وکړ او نه هم ازبک، خو بې اتفاقه او ویشلي پښتون په وار، وار ځان په کندهاري، پکتیاوال او مشرقیوال ووېشه، کوز پښتانه خو لا پخوا خرڅ شوي او پرېښودل شوي دي. ددې ناوړي او پلیت وېش د پردې تر شا د قومونو سوداګر پوره لاس لري، خپله سوداګري کوي او ځان تر اوبو پورې باسي.
پکار ده چې روڼ اندي پښتانه دا د انګرېز ګيتار وا نه وري او نور پښتون په تور او سپین ګوندیو ونه ویشي، ځانونه دې د نورو لارو منزل ته ورسوي، دوی د پوه وي چې پښتون یو ولس دی، نه ګړدود پیژني او نه هم سمت.
مننه ګرانه ښه تبصره وه