مجيد ژړاند –
کليوال ملګري ټولنې د اونيزو ناستو په دوام د لړم مياشتې په نهه ويشتمه نېټه اونيزه ۹۹مه غونډه وکړه.
اونيزه غونډه د قاضي حبیب الله حبيبي په تلاوت سره پيل شوه، د نظامت چارې د مجيد ژړاند په غاړه وې، د غونډې په لومړيو کې د تېرې اته نوېيمې غونډې راپور هم له ګډونوالو سره شريک شول او د راپور د لا ښه والي په موخه يې په راپور ازاد بحث وکړ.
په راپور له بحث کولو وروسته د شاعر سلام افغان غزل کره کتنې ته وړاندې شو، چې د غزل مطلع ده:
نه يې چې پوه شې بې تا څنګه يمه
صاحبه! زه نيمه خوا څنګه يمه؟
د غزل په مطلع هم پراخ بحث وشو، انعام الله ګوهر د ياد بیت په ښېګڼو وغږېد او په څنګ کې د ليک نښو نه مراعاتول عيب وباله، چې په راتلونکې کې باید يادو ټکو ته توجه و شي.
ګوهر په خپلو خبرو کې وويل:« غزل مطلع خوندوره ده، په دغه بیت کې خپلې مينې ته هغه څه تصورکوي، چې د هغې په نشتون کې ځان يواځې ګڼي او د خپل ځان په اړه له هغې پوښتي، چې نيمګړې هيلو او نيمه خوا ارمانونو سره لاس او ګريوان دی.

مجيد ژړاند هم د مطلع په اړه خبرې وکړې، چې د غزل مطلع په سوالیه پيل شوې ده، همدارنګه د غزل خوند يې نور هم زیات کړی دی، چې تر پايه پورې د خپل ځان په اړه قضاوت يې هم نورو ته پرې ايښی دی.
د يو چا دوې سترګې مې ټول ژونده ده
زه ټول همدا يم، ملا څنګه يمه؟
عنايت الله عظيم وويل:« په پورتني بیت کې له ورايه ښکاري، چې زموږ او تاسو په کليوالي سیمو کې مينې ته هم د ګنا په سترګه کتل کېږي، د ګنا د بښلو او نه بښلو واک هم يواځې او يواځې له ملا سره دی، نو ځکه خو شاعر په خپله مينه اعتراف کوي او ملا ته وايي، چې بس همدا او دا مې مينه ده، نور څه پکې نه ځاييږي.
مرتضی وردګ يې د بیا د مثبتو ټکو يادونه کوله « کوم څه په اړه چې موږ څه ویلی نه شو او په مجلس کې مو ژبې ورباندې ګونګۍ وي، خو د شعر او غزل په سور او تال کې موږ د خپلې کرلې کروندې حاصلات راټولوو او خپل هغه څه د شعر په ژبه بیانولی شو، چې موږ په عادي مجلس کې ترې عاجز يوو.
انعام الله ګوهر بیا ددغه بيت ښکلا بغاوت بلل او ويې وويل:« دلته يې په ځغرده د خپلې مينې په اړه خبرې کوي او ملا ته څرګندوي، چې زه همدا يم او په همدې مينه پايم.
ګوهر صيب د پورتني بیت په اړه دا هم وويل چې ( د يو چا دوې سترګې مې ټول ژوند ده) دلته باید (ده ) دی ليکل شوی وای.
ګوهر صيب دا هم وويل چې يو بیت هر څوک له خپله فکره مثبت او منفي تحليلونه لري.»
سلطان محمد بارکزي د پورتني بیت په اړه وويل چې که دغه بیت داسې ليکل شوی وای، نو زما په نظر ښه به وو « زه پرې شېدا يم ملا څنګه يې؟
هسې پوهېږم چې جوړه نه لرم
په دې تصوير کې نو ښا څنګه يمه؟
پورتني بیت په اړه ګوهر وويل «تصوير ډېر ښه او پر ځای راغلی دی، شعر هغه مهال خوند پيدا کوي، چې ورځنۍ مکالمه شعر او غزل شي، ددغه بیت ښکلا او د ستاينې کليمې تصوير او ښا دي، چې بیت يې ډېر ښکلی کړی دی.
حيات الله يې منطقي تسلسل خورا پر ځای وباله او همدغه منطقي تسلسل يې بیت ته ښکلا ورکړې ده.
مزمل هوتک هم ددغه بیت په اړه خپل نظر څرګند کړ په ذکر شوي بیت کې شاعر کمال کړی دی، چې د خپلې مينې په نظر ښکاري، خو بیا د خپل ځوانۍ او ښکلا په اړه خپله مينه بیا، بیا خبرو ته اړ باسي، چې تر ډېره يې دغه بیت ته ښکلا ورکړې ده.
په جنګ نفرت کې خو حيوان يمه هو
ښه محبت کې نو بیا څنګه يمه؟
قدرت الله ځيرک د پورتني بیت په اړه وويل چې دا يې ډېر خوندور بیت دی، چې جنګ يې له حيوانيت سره تشبه کړی دی، خو په څنګ کې د خپلې انساني خواخوږۍ، مينې او الفت په اړه هم د خپلې مينې د نظر اورېدو په تمه دی.
خو انعام الله ګوهر بیا بېل نظر لرل « مشهوره ده چې جنګ د حيواناتو کار دی، جنګ او نفرت بېل ويي دي، ځينې حيوانات شته، چې په وفاداري کې نوم لري، خو ځينې نور يې بیا داړونکي او څيرونکي دي، کله چې دې جنګ کې د حيوانيت تر پولې ورسېدې، نو بیا د محبت هيڅ سوال او پوښتنه نه پيدا کېږي، دغه بیت باید داسې ليکل شوی وای:
په جنګ نفرت کې مې مزه نشته ده
ښا محبت کې نو بیا څنګه يمه؟
مرتضی وردګ زیاته کړه، چې که دغه بیت ښځې لولي، نو د نارينه د حيوانيت په اړه به فکر کوي، باید چې له جنګ د تېښتې او کرکې الفاظ راوړل شي، تر څو له دويم نيم بیتي سره منطقي تسلسل وساتي.
افغانه! زه چې خاندم ښه ښکارېږم
افغانه! زه په خندا څنګه يمه؟
افغانه! زه په خندا څنګه يمه؟
ګوهر صيب د غزل د مقطع په اړه وويل، دلته د افغان ويي دوه ځله راوړل شوي دي، همدارنګه د (زه ) کليمه دوه ځله راوړل د حسن تکرار لامل شوي دي، چې بیت يې نور هم ښايسته کړی دی.
مرتضی وردګ د د غزل مقطع په اړه وويل چې دلته د افغان کليمه دوه ځلې راوړل زما په نظر نه دی، دلته يې هم باید د افغان په ځای يو بل څوک مخاطب کړی وای، که څه هم په لومړيو بیتونو کې يې خپله مينه مخاطب کړې وې، خو دا ځلې بیا مينې افغان مخاطب کړی دی، چې زما په اند دوه ځلې تکرار يې بېځايه دی.
سلام افغان له ټولو ملګرو نه مننه وکړه، چې د نوموړي په غزل يې کره کتنه وکړه، ستونزې او نيمګړتياوې يې راته په ګوته کړې، همدارنګه يې زما غزل ډېر ښه وارزول، له ټولو ملګرو نه مننه کوم، په ګانده کې به مې هڅه دا وي، چې خپل غزل د کره کتنې ته وړاندې کړم.
په غزل تر بحث کولو وروسته د اجنډا سره سم وار مشاعرې ته ورسېدل، چې انعام الله ګوهر، قدرت الله ځيرک، عندليب، قدرت الله ځيرک، سلطان محمد بارکزي او محمد زبير دروېش جلالي خپل شعرونه د غونډې له برخه والو سره شريک کړل.
د غونډې د ارزولو لپاره مزمل هوتک ستېج ته وبلل شو، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل« کليوال ملګري ټولنې اونيزې ناستې په حقيقت کې يو يو ښوونيز مکتب دی، چې له همدې لارې ځوانان د کره کتنې له اصولو سره بلدتيا حاصله وي، همدارنګه دوی تحقيق او ليکوالي ته هڅول کېږي، هغه له ټولو ګډونوالو څخه هيله وکړه، چې د کره کتنې زغم په ځان کې پيدا کړي، تر څو په راتلونکې زموږ هر ګډونوال ښه هنري غزل وليکلی شي، په تول پوره ليکنې وکړای شي، شخصا ما د کليوال ملګري ټولنې د اونيزو ناستو نه ډېر څه زده کړي دي او هڅه به کوم، چې نور هم له تاسو څخه ډېر څه زده کړی شم.
مزمل هوتک د وتلي ناول ليکونکي نصيراحمد احمدي د نوي تاريخي ناول د چاپ مبارکي ټولو ګډونوالو ته وويله او هغوی ته يې سپارښتنه وکړه، چې دغه تاريخي ناول( نيکه ) ولولي.
راتلونکې اونيزه غونډه د کليوال ملګري ټولنې سلمې اونيزې ناستې ته ځانګړې شوې ده، غونډه د مرتضی وردګ له لوري په دعايې سره پای ته ورسېدله.