دټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارالانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل یادې څرګندونې په هغه کنفرانس کې وکړي چې داسیايي هېوادونو بنیاد ( اشیافونډیشن ادارې او برطانیي سفارت په مرسته په راتلوونکو ټاکنو او ټولو سیاسي پروسو کې دښځو د ونډې دغښتلتیا په اړه جوړ شوی و.
دټاکنو د کمېسیون مشر محمدیوسف نورستاني په خپله ویناء کې د راتلوونکو ټاکنو په اهمیت خبرې وکړي او دشفافو ټاکنو په ترسره کولو کې یې دټاکنو دکمېسیون ترڅنګ دنړیوالې ټولنې ، حکومت او عام ولس ونډه اړینه وبلله.
دیاد کمېسیون دارالانشاء ریس ضیاءالحق امرخیل راتلوونکي ټاکنې دهېواد لپاره ټاکوونکي وبللي او یادې ټاکنې یې دافغان حکومت او نړیوالې ټولنې د دولس کلن پیل شوي سفر دسرته رسولو لپاره مهمې وبللې.همدارنګه امرخیل یادې ټاکنې د راتلوونکو نسلونو او دهوسا افغانستان لپاره یو مهم چانس وباله او په ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې،رسنیو او افغان ولس باندې یې غږ وکړ چې دملي پروسې په بریالتوب او خپل ښه راتلوونکي په ټاکنه کې خپل ملي مسولیت ترسره کړي.
امرخیل یوځلې بیا ټینګار وکړ چې امنیتي ارګانونو باید د ټولو هېوادوالو لپاره یو شان ډاډمن امنیت خوندي کړي او دناامنۍ په وجې باید څوک د رایې اچونې څخه محروم نشي، او امرخیل ژمنه وکړه چې دټاکنو خپلواک کمېسیون دخپل عملیاتي پلان او تدابیرو له مخې یوځل بیا ژمنه کوي چې راتلوونکي ټاکنې به په خپل وخت ترسره کوي.
دښځو چارو وزارت مرستیالې مژګام مصطفوي په راتلوونکو ټاکنو کې دښځو د پراخ ګډون په ټینګار ترڅنګ دیاد وزارت دیولړ پیل شوو پروګرامونو څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دټاکنو خپلواک کمېسیون سره په پوره همغږۍ یې په ۳۴ ولایتونو دښځو دعامه پوهاونې په اړه پروګرامونه پیل کړي ترڅو میرمنې دخپلو سیاسي حقونو دترلاسه کولو په موخه پراخ ګډون وکړي.
دولسي جرګې غړې او دښځو فعالې شکریا بارکزۍ د ټاکنو کمېسیون او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دښځو دحقونو او په ټاکنو کې دزیات ګډون لپاره دی عملي او هراړخیز پروګرامونه په لاره و اچوي ترڅو په افغاني دودیزه ټولنه کې ښځې ټاکنو حق او نورو حقونو ته لاس رسی پيداکړي ، شکریه بارکزۍ غوښتنه وکړه چې درای ورکولو کارتونو ته دلاس رسي په موخه دي دټاکنو کمېسیون ګرځنده ټیمونه وګوماري ترڅو ښځې کارتونه ترلاسه او رای ورکړي.
اشیافونډیشن ادارې او په کابل کې دبرتانیې سفارت استازو په خپل وار سره راتلوونکو ټاکنو لپاره په خپلو مالي مرستو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه د رڼو او سراسري ټاکنو لپاره په خپلو کړو ژمنو ولاړه ده او راتلوونکې ټاکنې یې دسیاسي ثبات لپاره دپام وړ وبللې.