داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې په کابل کې د شیعه ګانو د باقرالعلوم جومات د نننۍ انتحاري حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د وروستیو راپورونو پر اساس په برید کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۸۵ ډېر نور ژوبل دي.


د کابل د نننۍ انتحاري حملې د تلفاتو شمېر تر ۳۰ تنو واوښت او د ټپیانو شمېر ۸۵ تنو ته ورسېد.


د کابل د چار قلعه سیمې د شیعه ګانو په باقرالعلوم جومات کې د انتحاري حملې د مرګ ژوبلو په اړه وروستی راپور د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷ ښيي. د ټپیانو شمېر هم ۳۵ تنو ته زیات شو.


د کابل په بګرامي ولسوالي کې چاودنې یو تن وژلی او دوه نور ژوبل کړي دي.

چاودنه په یوه موټر پوري د نښلول شوي مقناطیسي بم په نتیجه کې نن سهار شپږ نیمې بجې وشو.

تراوسه چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.


اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن له ولسي جرګې وغوښتل چې د ۱۳۹۶ مالي کال بودجه تصویب کړي.

ولسي جرګې ویلي، تر څو چې حکومت د رد شویو وزیرانو پر ځای نوي کسان نه وي ورمعرفي کړي، بودجه به تصویب نه کړي.

خو اجرايي رييس عبدالله نن وویل چې حکومت نه غواړي له ولسي جرګې سره مقابله وکړي.


د کابل د دارالامان په ساحه کې په یوه جومات کې چاودنه شوې ده.

شاهدان وايي، له چاودنې وروسته یې امبولاسنونه لیدلي چې ټپیان یې له جومات څخه ایستل.

تراوسه د پېښې د قربانیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ترکیه په اروپايي اتحادیه کې غړیتوب ته احساساتي لېوالتیا نه لري ځکه چې د اروپايي احادیې په ځای له روسیې، چین او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ټولنې کې غړیتوب ترلاسه کولی شي.

ترکیې له ډېرو کلونو راهیسي په اروپايي اتحادیې کې د غړیتوب لپاره زیاتې هلې ځلې کوي خو دا اتحادیه په یوه او بله پلمه ترکیې ته د غړیتوب له ورکولو ډډه کوي.

د شانګهای په همکارۍ ټولنې کې غړیتوب ته د ترکیې لېوالتیا کېدای شي اروپايي اتحادیې ته ټکان ورکړي.


یونسکو وايي، ۱۱ ملیونه افغانان بې سواده دي. د نړۍپه هیڅ هیواد کې د بې سوادۍ فیصدي دومره لوړه نه ده.


د حکمتیار اسلامي حزب چارواکي وایي، ټاکل شوې افغان حکومت به په روانه اونۍ کې رسمآ د ملګروملتونو د امنیت شورا څخه په حکمتیار د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړي.

د حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د خبرو د پلاوي مشر محمد امین کریم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې کابل ته د ملګروملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمیټې له ۱۲ کسیز پلاوي د سفر په وخت چې د افغان حکومت ټولو هغو چارواکو چې د دغې کمیټې له غړو سره کتلي ورڅخه یې د اسلامي حزب په مشر یو څو غړو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.


د امریکا منتخب ولسمشر دونالد ترمپ د یکشنبې په ورځ وویل، متقاعد جنرال جیمز ماتیس یې د دفاع وزارت او میت رامني یې د بهرینو چارو وزارت لپاره په پام کې نیولي دي.

رامني، چې د ټرمپ سخت منتقد و، د شنبې په ورځ له ښاغلي ترمپ سره ولیدل.


د هند د رېلګاډي د پرونۍ پېښې د تلفاتو شمېر ۱۰۴ تنو ته ورسېد. په دې پېښه کې، چې له رېلارې د اورګاډي د اوښتو له کبله وشوه، ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *