ارشیف

د کابل د چار قلعه سیمې د شیعه ګانو په باقرالعلوم جومات کې د انتحاري حملې د مرګ ژوبلو په اړه وروستی راپور د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷ ښيي. د ټپیانو شمېر هم ۳۵ تنو ته زیات شو.

تاند- د کابل د دارالامان په ساحه کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې نن /دوشنبه/ زوروره چاودنه وشوه.

لومړني راپورونه وايي چې په دې چاودنه کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د شیعه ګانو په جومات باقرالعلوم کې نن په ۱۲ نیمې بجې په داسي حال کې انتحاري برید وشو چې په جومات کې حاضرو کسانو مذهبي مراسم په ځای کول.

 شاهدان وايي، له چاودنې وروسته یې امبولانسونه لیدلي چې ټپیان یې له جومات څخه ایستل.

ویل شوي چې د چاودنې ځای حبیبیې لېسې ته نژدې د شیعه ګانو  باقرالعلوم جومات دی.

د کابل د استقلال روغتون ډاکتران وايي چې په لسګونو ټپیان وروړل شوي دي.

یوه ډاکتر ویل چې روغتون ته په وروړل شویو کسانو کې ۲۹ ټپیان او ۱۳ مړه دي.

وسله والو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي. خو د عبدالله عبدالله یوه سلاکار حسین سانچارکي ادعا کړې چې دا برید طالبانو کړی دی.

تر دې پخوا د شیعه ګانو پر ضد د څو نورو حملو مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *