ضرور به مو په نړۍ او سیمه کې ډېر داسې حیوانان پیشوګانې، سپي، اسونه او داسې نور لیدلي وي چې روزل شوي وي او د انسانانو زړونه خوشالوي، خو دومره هوښیاره او ښکلې پیشو به مو تراوسه نه وي لیدلي.

په امریکا  کې داسې یو پیشو د یو سړي سره ده، چې لا د څو میاشتو عمر لري خو دومره هوښیاره، ځيرکه او شرارتي ده، چې خلک يې په لیدو سره حیران کړي دي.

ویل کیږي دغه زیړ رنګی د پیشو بچی، ایله د شپږو میاشتو وي، خو د خپل خاوند سر بېره يې ډېری کسان د خپل ځان مینان کړي دي.

د یاد پیشوګي په اړه ویل شوي دي، چې د خپل ځانه داسې خرکات او کړنې کوي، چې د خلکو پام ځان ته راړوي او خپل مینوال ورځ تر بلې زیاتوي، همدا لامل دی، چې د یادې پیشو خاوند وايي چې هره ورځ يې کورته د پیشو د لیدو لپاره ډلې ډلې خلک راځي.

د دغې پیشو د شهرت راز د هغې  په خندانه څېره، ښکلو او معصمو سترګو کې دی، چې د عجیبو او غریبو خرکاتو په کولو سره يې په ډېر کم وخت کې د خلکو پام د ځان په لور راړولی دی او نن سبا د نړۍ ښکلې او هوښیاره پیشو نومول شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *