اردو ليکنه: واجده تبسم

رخشانه په ځای کي پرته وه او د خپلو هغو اوښکو علت يې راياد سو چې د تېرې يوې اوونۍ راهيسي يې تويولې. په دې وخت کي يې بيا سترګي يې له اوښکو ډکي سوې، څو تاوده څاڅکي يې پر باړخوګانو ورغړېدل او بالښت يې لوند کړ.  که څه هم هغې نه غوښتل وژاړي، خو ژړا يې له واکه وتلې وه. د هغې په زړه کي دا خبره ورتېر سوه چي د پوهنتون فيس  به له کومه کوي؟ همدې اندېښنو رخشانه ارام ته نه پرېښووله او پرله پسې يې د هغې په ذهن خولې لګولې.

د پوهنتون فیس ورکولو ته يوازي پنځه ورځي پاته وې، خو تر اوسه د پيسو هيڅ درک معلوم نه و. رخشانې بله چاره و نه ليده، د انا په غېږ کي ورولوېده او په ژړا يې وويل:  اناجاني که د پوهنتون فيس تحويل نه کړم، نو د کال ټوله خواري به مي اوبه يوسي.  انا يې د هغې سر په غېږ کي ونيو او په مهربانۍ يې ورته وويل: لوري ولي دومره وارخطا يې؟ زه خو دي نه يم خوړلې، اندېښنه مه کوه، زه يې خامخا يوه چاره کوم. انا له دې خبري سره سم ولاړه سوه او خپله کوچنۍ صندوقچه يې راواخيسته، په ټوکرانو کي نغښتي د سرو زرو دوه بنګړي او يوه ګوتمۍ يې راواخيسته، د رخشانې سترګو ته يې په ځير وکتل او لږ په خفګان يې وويل: ستا مور دي خدای وبخښي، دا بنګړي او ګوتمۍ هغې ستا د واده لپاره جوړ کړي وه. رخشانې چي د واده خبره واورېده نو له حيا څخه تکه سره سوه، سترګي يې کښته واچولې، چورتونو يووړه، لکه وچ لرګی په ولاړي همداسي چوپه پاته سوه، هغې په هيڅ ډول نه غوښته چي دا بنګړي او ګوتمۍ له ځانه ليري کړي، ځکه دا يې د مور د لاس يوازينۍ نښي وې او مور يې په ډېره مينه ور جوړ کړی ول، بس نو مجبوري وه، زړه نازړه يې ګوتمۍ راپورته کړه، خو بنګړو ته يې ګوتي هم ور نه وړلې. ګوتمۍ يې زرګر ته يووړه چي خرڅه يې کړي. زرګر  چي کله ګوتمۍ تلله، نو د رخشانې په سترګو کي اوښکي وځلېدې او ستونی يې راډک سو، خو ځان يې ټينګ کړ. کله چي یې په پوهنتون کي فیس تحویل کړ، بيا هم خوشاله نه وه او تندی يې هماغسي له ګونځو ډک و.

د وخت تېرېده دي او د عمر لنډېده، کال تېر سو او بيا د پوهنتون د فيس ورکولو وخت راورسېد. رخشانې بيا هم د فيس نه درلودلو له امله اوښکي تويولې.  د شپې دوې بجې وې، ټول ويده ول، خو هغه  لا ويښه وه، په نيولو ګامونو د هيندارې خوا ته روانه سوه، په هينداره کي يې مخ ته وکتل، سترګي يې سرې او پړسېدلي وې، سر يې په لاسونو کي ونيو، څو څاڅکي اوښکي يې د سرو شونډو خواته راولغړېدې، خو ناببره په خندا سوه، له ځان سره يې وويل: که د ژوند دې ستونزو ته ځان تسليم کړم، نو په همدې غم او ژړا کي به مي ټول ژوند تېر سي، نه نه! زه بايد له دې ستونزې سره مبارزه وکړم او له توپانونو سره سره خپله کښتۍ ساحل ته ورسوم. له دې سره سم يې اوښکي په لستوڼي پاکي کړې، بیا یې په هینداره  کي ځان ته وکتل او په ډاډ يې وويل: خير که تر اوسه مي د زړه له تله نه دي خندلي، خو تر دې وروسته به زه هم د نورو نجونو په شان خاندم.  د خپل ژوند کيسه به وليکم، دا کيسه به د کال غوره جايزه وګټي او د جايزې پيسې به د پوهنتون په فيس کي ورکړم، بيا به زه هم د نورو نجونو غوندي خوشاله يم. له رخشانې سره ځکه د کيسې ليکلو او جايزې ګټلو فکر پيدا سو چي يوې ادبي ټولني غوښتل د کیسو لیکلو سيالي پيل کړي او د سيالۍ وخت هم رانژدې سوی و.

رخشانه کيسې ليکلو ته کښېناسته، هر وار چي به يې کيسه وليکله او بيا به يې ولوسته، نو په زړه کي به يې وروګرځېده چي کيسه کمزورې او د جايزې وړ نه ده، هغه کيسه به يې څيري کړه او بله به يې وليکله، په همدې ډول يې څو کيسې وليکلې او بيرته به يې باطلي کړې، خو اخير يې داسي کيسه وليکله:

(( رخشانه یوه بېوزله نجلۍ وه چي له زده کړو سره يې ډېره مينه درلوده، خو د خپلي بېوزلۍ له امله يې نه سوای کولای چي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. کله به يې کتابونه نه درلودل او کله به يې د فیس پيسې نه درلودې، ان دا چي کله کله به په نس هم نه وه مړه. په همدې خواريو او بېوزليو کي يې تر  دوهم  ټولګي پوري پوهنتون ووايه، خو دا ځل چي يې هر څومره تلاښ وکړ، نو د فيس پيسې يې پيدا نه کړای سوای. په دې وخت کي يې واورېدل چي يوه ادبي ټولنه د کيسو ليکلو سيالي پيل کوي. رخشانې هم نيت وکړ چي د دې سیالۍ لپاره خپله کيسه کانديد کړي، هغې باور  درلود چي د دې کيسه به خامخا جايزه ګټي، دابه د جايزې په پيسو  له زرګر څخه خپل بنګړي راخلاصوي او پاته پيسې به له ځان سره ساتي.

رخشانې کيسه سيالۍ ته واستوله او ددې له اټکل سره سم يې لومړۍ درجه جايزه وګټله. کله چي يې د جايزې پيسې زرګر ته يووړې چي خپل بنګړي له ګروۍ څخه را خلاص کړي، نو زرګر  ورته وويل چي پيسې يې ناوخته راوړي دي، د تړون له مخي بنګړي د رخشانې نه، بلکي د زرګر  ملکيت بلل کېږي)).

رخشانې د کيسې د پای په اړه ډېر چورتونه ووهل، غوښتل يې د کيسې پايله داسي وي چي نجلۍ د جايزې په پيسو له زرګر څخه خپل بنګړي راخلاص کړي، خو بيا يې په زړه کي وروګرځېده چي په دې ډول به کيسه بې خونده سي او جايزه به و نه ګټي، نو ښه به دا وي چي بنګړي له زرګر سره پاته سي. په دې وخت کي د رخشانې زړه په ټوپونو سو، ويل که د کيسې پايله داسي راسی نو ؟؟؟  له ځان سره يې وويل چي ځه خير دی پروا نه لري، دا خو خيالي  کيسه ده، زما پر ژوند هيڅ اغېز نه کوي، هغه و چي د کيسې نوم يې (( د کيسې پايله)) وټاکه. په دې وخت کي يې سترګي له اوښکو ډکي سوې، اخير يې پر ځان زور راوړ  او د کيسې پايله يې همداسي ومنله چې بنګړي به زرګر ته ورپاته کېږي.

په سبا رخشانې بنګړي له ځان سره واخيسته  او د زرګر دوکان ته ولاړه. ډېره وارخطا وه، زړه يې دربېده او داسي احساس يې کاوه چي بنګړي يې له لاسه ووتل. زرګر وپوښتل چي بنګړي په څومره پيسو په ګروۍ کي ورکوې؟ رخشانې فکر وکړ  چي که په ډېرو پيسو يې ګرو کړم بيا به يې بيرته خلاصول راته ګران سي، ويل په دوه زره روپۍ.  زرګر  ويل سمه ده، خو ګوره يوې خبري ته دي پام وي. که  د ګروۍ تاريخ پوره سو او تا پيسې را نه وړې، نو که يو ساعت وروسته هم راسې بنګړي نه درکوم. د دې خبري په اورېدو رخشانه يوه شيبه په چورتونو کي ډوبه سوه، اخير يې ويل سمه ده او بنګړي يې زرګر ته ورکړل. کله چي زرګر غوښتل بنګړي په المارۍ کي خوندي کړي، نو رخشانې په رېږدېدلي اواز وويل: بابا! هغه بنګړي چي ما درکړل ته يې يو وار راکړه چي زه يې پر لاسو وګورم.

زرګر رخشانې ته حيران حيران وکتل او بيا يې بنګړي ورکړل. رخشانې بنګړي په لاس کړل، په دې وخت کي يې د انا خبر ور په ياد سوه چي تل به يې ويل: بنګړي په چاغو لاسونو کې ښه ایسي. رخشانې له ځان سره وويل: دا دي دا بنګړي خو زما په نريو لاسونو کي هم ښه معلومېږي. په دې وخت کي د بنګړو غمي وځلېدل، رخشانه پوه نه سوه چي د بنګړو غمي پخوا هم ځلېدل او که د دې اوښکو روښانه کړل.  بنګړي يې بیرته زرګر ته ورکړل، پيسې يې واخیستې او د پوهنتون پر خوا روانه سوه. په لاره کي یې خدای ته  همدا يوه دعا کوله چي د دې کيسه جايزه وګټي.

ماښام مهال رخشانه په کوټه کي ناسته وه او  له ځان سره يې حسابونه کول چي کله د دې کيسه جايزه وګټي، نو د پوهنتون د فيس تر ادا  کولو وروسته به نور څه شي رانيسي. په دې وخت کي د هغې ورور ( ارشد) ورباندي ږغ کړه: رخشانې د څه شي حسابونه کوې؟

– زما کيسه به د سولي لومړۍ جايزه وګټي او په پیسو يې يوه دانه د سرو زرو ګوتمۍ اخلم

– ښه ته دومره ډاډه يې چي ستا کيسه به خامخا جايزه ګټي؟

– هو زما کيسه به خامخا جايزه ګټي او هغه هم لومړۍ درجه جايزه

– دومره باور خو  ( کرشن چندر )  هم پر خپلو کيسو نه درلود. ښه دا ووايه چي فيس څنګه سو؟

–  فيس خو  مي تحويل کړ

–  پيسې دي له کومه کړې؟

– خپل بنګړي مي زرګر ته په ګروۍ کي ورکړل

–  زه خو به دي خبرولای، پردی  سړی خو نه يم، خپل ورور دي یم

 –  ما ويل ته به د دې کار اجازه را نه کړې، خو اندېښنه مه کوه، زما کيسه به خامخا جايزه ګټي.

کله چې ماخوستن سو، نو د رخشانې سترګو ته بيا بنګړي ودرېدل، په زړه کي يې دا خبره راوګرځېدل:  مور به مي بنګړي په څومره مينه راته جوړ کړي وي او څومره هيله به يې درلوده چي دا بنګړي به ماته په واده کي را په لاس کوي. رخشانې ته خوب نه ورته،  بس همدې چورتونو په مخه کړې وه چي ملا د سهار اذان وکړ.

کله چي د رخشانې د پوهنتون د امتحانونو نتيجه اعلان سوه، نو په هماغه ورځ د هغې کيسې هم جايزه وګټله. رخشانه له خوشاليه په کاليو کي نه ځايېده، ان دا چي د خندا پر ځای يې ژړله.  په منډه يې خپل ورور او انا ته د جايزې خبر ورکړ. انا يې ورته وويل چي ژر  ورسه بنګړي له ګروۍ څخه راخلاص کړه. له دې سره سم رخشانه په منډه د زرګر  دوکان ته ولاړه او  زرګر ته يې وويل چي پيسې دي  واخله او زما بنګړي بيرته راکړه. زرګر  يو وار  په کتابچه  کي وکتل او بيا يې وويل: لوري بخښنه غواړم  بنګړي نه سم درکولای.  د ګروۍ نېټه پرون پوره سوه، خو تا نن پيسې راوړې، ما خو درته ويلي وه چي که پيسې دي ناوخته راوړې، بنګړي زما ملکيت ګرځي، نو په دې دليل نور له بنګړو څخه لاس پرېوله. له دې خبري سره سم د رخشانې له لاسونو څخه پيسې ولوېدې، سترګي يې له اوښکو ډکي سوې، په ناهيلۍ يې په زړه کي دا خبره ورتېره سوه: ما خو داسي فکر کاوه چي دا به يوه خيالي کيسه وي، دا  خو کټ مټ لکه زما د ژوند کیسه، پايله يې هغسي سوه لکه ما چي ليکلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *