وصيل پېروز

زموږ د ستونزو او کړاوونو ډېر شنونکي دا باور لري چي زموږ ستونزې د تاريخ جبر دی ، يا هم د نورو دسيسه او د تقدير کړه دي . عيني واقعيتونه د تاريخ په جبر سره نه تعريفېږي ، نه د واقعي ستونزو د درک کولو پر مهال د دسيسې تيوري او د تقدير مفکوره زموږ د ژوند درد ته دارو کېدای شي .

موږ ځکه کړيږو او لا مو هم ځکه ستونزې دوام لري چي موږ تل د زمان او مکان له منحصرو واقعيتونو سره ټکر کړی . موږ هيڅکله د زمان عيني غوښتنې نه دي درک کړې او د نورو شاوخوا ولسونو بر خلاف مو پر يوه مخالف سمت حرکت کړی ، کله چي نورو د سولي فکر کاوی موږ پر جګړه باور درلو د ، کله چي نورو د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره علم مهمه وسله ګڼله ، موږ علم د خپلواکۍ په لار کي لومړی دښمن ګاڼی .

موږ بايد يو لړ ترخه حقيقتونه ومنو ، د تريخ خوند زغمل سخت دي خو د راتلونکي خواږه د اوسنيو ترخو په تحمل کولو تر لاسه کولای شو . مګر لا هم ليدل کېږي چي موږ له هغه پړاوه ډېر لرې يو چي د ځينو ترخو واقعيتونو منلو ته چمتو شو .

پر موږ تاريخ يو جبر کړی او هغه دادی چي موږ کله د تاريخ په پاڼو کي ژوند پيل کړی نو د يوه جنګيالي يا جنګ ځپلي په صفت مو ژوند کړی . تاريخ له موږ سره دا نه دي کړي چي موږ دي د فکري روښانتيا دوره ليدلې وي ، بلکي تاريخ په بې رحمانه ډول پر موږ دا جبر تپلی دی او موږ هم هر وخت د تاريخ دې جبر ته سرټيټي پاتي شوي يو او جرأت مو نه دی کړی چي د تاريخ دا جبري طلسم مات کړو او تاريخ ته ووايو چي نور دي د جبرونو دوام نه شي زغمل کېدای .

سوا د د ژوند لومړنۍ اړتيا ده ، په نن مهال کي سواد د ژوند لپاره د اکسيجن په څېر ضروري دی خو افغانان لا هم په اکثريت سلنه بې سواده دي . دې ترخه حقيقت ته په پام بيا هم موږ د ملامتۍ ګوته ځان ته نه نيسو ، د خپلې بدمرغۍ لاملونه په نفس کي نه لټوو ، کله تاريخ ملامت کړو ، کله ګاونډ او کله له خدايه ګيلې کوو .

خدای پاک د يوه ښه ژوند اصل دا ايښی چي که ځان بدل نه کړې ، خدای له تا سره په بدلون کي مرسته نه شي کولای يعني دا ژوند په زيار رغېږي ، دلته ورځې د بل په تمه او ګيلو سبا کول د حماقت ترادف دی .

له تاريخه د ګيلو حق نه لرو او له ګاونډي د ښو تمه نه کېږي ، موږ پر ځان باور ته اړتيا لرو . بايد درک کړو چي موږ کولای شو د دې هر څه په وړاندي ودريږو او دا توان لرو چي دا ټولي ناخوالې حل کړو او هو ! دا جرأت هم لرو چي پر خپلو تيروتنو اعتراف وکړو ، د نه تکرار له ژمنې سره د تاريخي جبرونو دوام ننګولای شو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *