تاند- د جرمني بیلد ورځپاڼې د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ د نیکه (Friedrich Trump) یو لیک خپور کړی چې په هغه کې د جرمني د جنوب سیمه ییزو چارواکو ته زارۍ کوي څو دی د عسکري خدمت نه کولو په خاطر له هیواده ونه باسي.

خو د ده خواست نتیجه ورنه کړه او له اطلس سمندر پوري خوا ته (امریکا) ته وشړل شو.

د اسوشیتید پریس خبری اژانس پر اساس، دا لیک په ۱۹۰۵ م کال د بایرن (ایالت) شهزاده (Luitpold) ته په خطاب کې لیکل شوی.

لویتپولد (Luitpold) د متحد جرمني په داخل کې ځانته پاچهي لرله.

2مشر ټرمپ په لیک کې پاچا په ډېرو ښو الفاظو یاد کړی او ژوره مینه او اخلاص یې ورسره ښکاره کړی خو پاچا یې غوښتنه بیا هم نه ده منلې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې دا سند په وروستیو کې د بایرن ایالت په دولتي ارشیف کې مورخانو وپېژانده.

د دونالډ ټرمپ نیکه په ۱۸۸۵ م کال له خپل اصلي ښارګي کالستات (Kallstadt) څخه د امریکا متحدو ایالتونو ته ورسېد. دغه وخت نوموړی ۱۶ کلن و.

دی د نورو اروپايي مهاجرو خلاف په غیرقانوني ډول نیویارک ته لاړ ځکه چې له عسکري خدمت څخه یې ډډه کړې وه.

د ده د جرمني تابعیت ۴ کاله وروسته لغوه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *