د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه داسې پیشو ده، چې د خپل زیات او حیرانونکې وزن له امله هغه او د هغې خاوند په نړیواله کچه مشهور شوي دي.
دغه پیشو، چې نورم لوپیز (( Norm Lopez )) نومیږي په حیرانوکي ډول چاغه او وزن لرونکې ده، چې د خپل زیات وزن له امله اول په سیمه کې او بیا په ډېرو نورو هیوادونو کې هم مشهوره شوې ده.
ویل کیږي د پیشو خاوند د ټولنیزو اړیکو په ویب سایټ ( فیسبوک ) کې د خپلې چاغې پیشو په نوم یو پیج جوړ کړی او هره ورځ په کې د هغې نوې او تازه انځورنه پورته کوي.
همدا لامل دې، چې د چاغې پیشو انځورونه هره ورځ د نړۍ ګڼ شمېر کسان ګوري او د هغې په اړه معلومات راټولي.
په زړه پورې، خو داده، چې چاغې پیشو خاوند چې تر دې وړاندې په خپل کلي کې هم چا نه پېژندو اوس د خپلې پیشو له امله هغه هم ډېر زیات شهرت پیدا کړی او هر ورځ يې نوي نوي کسان دیدن ته راځي.