تاند- د افغانستان د انتخاباتي کمیسیونونو ۱۲ غړیو له ټاکل کېدو وروسته نن لوړه په ځای کړه او په دې توګه د انتخاباتي کمیسیونونو د غړیو د ټاکنې پر سر په حکومت کې دننه لانجه، چې شاوخوا ۲ کاله یې دوام وکړ، پای ته ورسېده.
ارګ وايي چې د غوراوي کمېټې له خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون لپاره ۲۱ تنه کاندید شوي ول چې د هغو له منځه ۱۲ تنه وګومارل شول.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ۷ او د شکایتونو کمیسیون ۵ غړي لري.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته غوره شوي کسان:
نجیب الله احمدزی
عبدالقادر قریشي
ملیحه حسن
وسیمه بادغیسي
معاذ الله دولتي
رفېع الله بېدار
ګلاجان عبدالبدیع صیاد.
لومړني ۴ تنه د ۵ کلونو او وروستي ۳ د ۳ کلونو لپاره ټاکل شوي دي.
د شکایتونو د خپلواک کمیسیون غړي:
غلام دستګیر هدایت
عبدالبصیر فایز
علیرضا روحاني
حمیرا حقمل
عبدالعزیز اریايي
په یادو ۵ تنو کې لومړي درې د ۵ کلونو او وروستي دوه د ۳ کلونو لپاره ټاکل شوي دي.
د انتخاباتي کمیسیونونو غړیو ته د لوړې په مراسمو کې ولسمشر غني وویل چې له ټولو کاندیدانو څخه د اجرايي ريیس عبدالله عبدالله په مخکې مرکې اخیستل شوي او د هغوی په ټاکنه کې د وړتیا، لیاقت، تجربې، قوم، حنس، مذهب او عمر په شان معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
ولسمشر غني وویل، که څه هم د اساسي قانون پر اساس د انتخاباتي کمیسیونونو د غړیو ټاکل او معرفي کول د افغانستان د ولسمشر حق او دنده ده، خو ده غوره وبلله چې دا کار د اجرايي ريیس عبدالله عبدالله، مرستیال ولسمشر سرور دانش، سترې محکمې، لویې څارنوالۍ او پر اساسي قانون د څارنې د خپلواک کمیسیون په مشوره وکړي.
یو سپينږيرې امریکایي را څخه وپوښتل چې د کوم ځای یې، ما ویل د افغانستان، هغه ویل دا هیواد چیرته دی، پدې نوم هم هیواد شته؟ ما ویل چې هو ستاسې قواوې هم پکې دي، موقعیت او څلورخواوې مې ورته بیان کړې. هغه ویل ښه یې پیژنم خو کوم مشران چې تاسو اوس لرئ ددوی نه خو ماشومان هم ښه حکومت کولی شي او دوی ستاسو د هیواد نوم ډوبوي او ډوب کړی یې دی،ځکه چې په یوه معمولي موضوع سره نه جوړیږي او کلونه پرې تیروي، د انتخاباتو د کمیسون موضوع ته یې اشاره وکړه. ریښتیا هم که په هره موضوع دا حال وي ډير زر به دا هیواد د نړیوالو له پامه وغورځي او بیا به خلک په افغانانو د داسې مشرانو د لاسه ملنډې وهي. خلک ددوی داعمالو په وجه په افغانانو پورې خاندي.