تاند- د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د شیعه ګانو پر باقرالعلوم جومات له پرونۍ حملې وروسته د پولیسو د شپږمې حوزې چارواکي له کاره ګوښه کړل.
باقرالعلوم جومات او کلتوري موسسه، چې د داعش په تروریستي برید کې ۳۲ تنه پکې ووژل شول، په شپږمه امنیتي حوزه کې دی.
د کورنیو چارو وزارت نن وویل، د پولیسو ۴ چارواکي یې له کاره لېري کړي دي.
دا وزارت وایي د دغو پولیس مقاماتو د لېري کولو پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې د موضوع په اړه یې غونډه وکړه.
په برطرفه شویو پولیس چارواکو کې د شپږمې امنیتي حوزې امر، د جنايي تحقیقاتو امر، استخباراتي مسوول او تروریستی ضد مسوول شامل دي.
همداراز یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د پېښې په اړه تحقیقات وکړي. پلاوی ته ۲۴ ساعته وخت ورکړای شوی چې د خپل کار راپور وړاندې کړي.
داعش یا اسلامي دولت وسله والې سرزورې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
اوس به دپولیسو برطرفه کول څه ګټه ورسوی .ښه به وای چې له حادثې نه مخکې دا اقدام شوی وای .
دې ته وایې بې ادبی معاف : بعداز ګوز زدن چار زانو نشستن