د هرې پروژې د پیل او پای راپور دې ولایت مقام سره شریک شي.
دغه څرګندونې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اداري مجلس په غونډه کې وکړې.
دغه غونډه، چې د ليندۍ په دويمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه پکې د ولایت مرستیال محمد حنيف ګردیوال سربيره د ادارو رئيسانو او استازو پکې برخه لرله.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د تيرو پنځلسو ورځو ولسواليو ته د سفرونو، اداراتو څخه د ليدنو د تيرو مجلسونو د پريکړو تعقيب او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې او د ادارو رئيسانو ته په بېلابېلو برخو کې لارښوونې وکړې.
ننګرهار والي وويل، چې په تېره اوونۍ کې يې د بهسودو او سره رود ولسواليو څخه ليدنه تر سره کړه او په جلال اباد ښار کې يې د درې هوايي پلونو د جوړولو چارې پيل کړې.
نوموړي د ادارو رئیسانو ته لارشوونه وکړه چې د هرې پروژې د پیل او پای راپور دې ولایت مقام سره شریک کړي.
ده زياته کړه، چې پچير اګام ولسوالۍ ته يې د سفر پر مهال د جنګ په لومړۍ کرښه کې سربازانو او منسوبينو سره وليدل او هغوی يې تقدير کړل.
ننګرهار والي د ادارو رئیسانو ته لارښوونه وکړه، چې هره پروژه پلې کيږي د ولسونو لومړنۍ ضروریتونو بايد په نظر کې ونيسي.
همدا راز يې لارښوونه وکړه، چې په ټولو اداراتو کې د پاکۍ حشر تر سره او د د پلان له مخې به په راتلونکې کې د جلال اباد ښار د پاکۍ لپاره عمومي حشر تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې د ښاري نظم کميسون کارونه جدي لاسته راوړنې نلري او لارښوونه وکړه، چې دغه چارې بايد ګړندۍ شي او همداراز يې د ياد کميسون غړو ته سپارښتنه وکړه، چې له هرې ريکشا څخه د ګاز ډبه ښکته کيږي بايد ثبت را جستر شي، چې د فساد مخه ونيول شي.
والي د کانال رئيس ته لارښوونه وکړه، چې د هډې فارم د زيتونو باغ ساتنې ترڅنګ د اوبو خور لپاره پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې د ښار جوړونې رئيس د جلال اباد ښار شمال ته د سيند غاړې ته د نوي سړک د جوړېدو طرحه منظورۍ ته وړاندې کړه، چې د مجلس لخوا منظور شوه.
د حج اوقافو ریاست د عشر او زکات راټولول دې په خپله خوښه تر سره او همدا راز يې د نعمت جان اغا د وقف شوي ملکیت په اړه وړاندیز کړی و.
پرېکړه وشوه، چې د قانون له مخې ترڅو چې درې واړو محکمو له لوري فيصله کيږي د ملکیت ضلعيت دې د دولت په تصرف کې وي.
د کمپونو په ساحه کې د ښاروالۍ له لوري جوړ شوي مسلخ فعاليدو لپاره د امنې قوماندانۍ مرستيال ته دنده وسپارل شوه، چې د ښاروالۍ او چاپريال ساتنې ادارې سره په همغږۍ قانوني اجرات وکړي او هر هغه څوک، چې د قانون څخه سرغړونه کوي د قانون منګولو ته يې وسپارئ.
دغه راز ننګرهار والي د برېښنا رئيس ته لارښوونه وکړه، چې د پولیسو سره په همغږۍ دې د ځوانانو پارک د هټيوالو څخه دې په يوه اوونۍ کې ټاکل شوې کرايه په جدي ډول راټوله او د سرغړونې په صورت کې دې هټۍ وتړل شي او هغه اشخاص او دولتی ادارې چې د برېښنا بل څخه باقي وي بلونه دې بانک تحويل کړي، چې د سرغړونې په صورت کې دې پرې لينونه قطع شي.
ننګرهار والي د ټولو ادارو مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې هغه مامورين چې په ولسواليو کې دنده لري خپلو دندو ته دې وليږي ترڅو د خلکو کارونه پر وخت تر سره شي.
يو ماين جوړونکی ونيول شو.
د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې پوليسو د غلام اکبر په نوم د وسله والو طالبانو د مولوي الهام د ډلې د يو غړي په کور عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې نومړي سره د ده په کور کې د يو ځانمرګي واسکټ سر بيره بېلابېل ډوله توکي نيولي دي.
په نيول شوو توکو کې یو ځانمرګي واسکټ، پنځلس سیټه مبایلونه، درې جوړی نظامی يونيفورم ، دوه جوړې نظامي بوټ ، دوه عدده لاسی چراغونه ، یو پایه د عکاسۍ کمره، درې بنډله برقی لین، دوه عدد ریموټ کنټرو، یو عدد سیم کارت او نوربیلابیل ډوله توکي شامل دي.
نوموړی پخوا د ماين جوړولو پر مهال ټپي شوی هم دی او د دې ولايت په روداتو ، هسکې مېنې، کوټ ، پچیر اګام ، بټي کوټ او چپر هار ولسوالیو کې يې د دولت ضد کړنې تر سره کولې.
نيول شوی تن د ماينونو طراح دی او په خپلو جرمنو يې اعتراف کړی، چې د نورو پلټنو په موخه د کورنیو چارو وزارت دترهګرۍ پروړاندی مبارزی لوي ریاست ته رسمي ورپیژندل شوی دی.
اوه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول
د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ او جلال اباد ښار په مربوطاتو کې ملي امنيت موظفينو درې تنه داعش او دوه تنه طالب وسله وال نيولي، چې د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې يې د دولت ضد فعاليتونه کول.
دغه راز په ورته وخت کې ملي امنيت موظفينو په خوږياڼو ولسوالۍ کې دوه تنه د دوو کيلو چرسو سره يو ځای نيولي دي.
نيول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
د جلال اباد ښار د اومې ناحيې اړوند نصرت مېنه کې د ترانسفرمر په لګولو دوه سوه کورنۍ له بريښنا برخمنې شوې
د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د جلال اباد ښآر د اومې ناحيې اړوند د نصرت مينې اوسيدونکو ته دترانسفرمر د پرانستې پرمهال وويل ننګرهار يو د هغه ولايتونو له ډلې څخه دی، چې اوسېدونکي يې د نورو چارو تر څنګ برېښنا ته ډيره اړتيا لري.
د ولايت مرستيال د نصرت مېنې د اوسيدونکو د ستايلو تر څنګ وويل له اړوند ادارو سره د مېشتو ولسونو مرسته او همکاري کولای شي، چې چار په ښه او اغېزمنه توګه تر سره شي.
د برېښنا رئيس پوپل وويل: د سيمې د خلکو په غوښتنه او همکارۍ يې په ياده سيمه کې د برېښنا د نوي ترانسفرمر په نصبولو او د پايو په لګولو بريالي شوي دي.
د نوموړي په وينا ياد ترانسفرمر د دوه سوه پنځوس کيلو واټه په ظرفيت سره کولای شي ، چې د سيمې خلکوته بريښنا برابره کړي.
د ده په وينا د يادې چارې د ترسراوي په برخه کې د خلکو مرسته او همکاري د پام وړ ده.
د پوپل په وينا په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د سره رورد ولسوالۍ په ګډون د نجم الجهاد فاميلو او کمپونو سيمې له بريښنا نه برخمنې شي، خو په خبره يې په ټولو چارو کې د خلکو مرسته او همکاري خورا مهمه ده.
په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري پيل شوي ساختماني کارونه به معياري وي.
د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم الدين عمرخېل د ياد مطلب په ويلو سره وويل: د ټولو ساختماني چارو نه به وخت نا وخته نظارت وکړي ،څو چارې يې په معياري توګه ترسره شي.
نوموړي نن په ښار کې د لغمان هډې سيمه کې د جوړيدونکي سړک د قيراچونې چارې له نږدې وکتلې.
د جلال آباد ښاروالۍ د مرستيال په وينا ښاريانو ته ډاډ ورکوو، چې زموږ د ښار په هغو برخو کې ، چې ساختماني کارونو روان وي، د ښاروالۍ له لوري به يې مراقبت او څارنه کيږي.
نوموړي له ښاريانو غوښتنه وکړه چې د عامه تاسيساتو په ساتنه او له سړکونو سالمه ګټه اخستنه کې خپل اسلامي ، انساني او افغاني رسالت سرته ورسوي.
د يادونې ده، چې په جلا ل اباد کې د لغمان هډې سيمې سړک ۱۱۶ متره اوږدوالی او لس متره پلنوالی لري ،چې نن يې د قير اچونې چارې پيل او ډېر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي
د تورخم ښار ګوټي په صفري نقطه کې د ننګرهار عامې روغتيا رياست له لوري په منظمه توګه روغتيايي خدمات وړاندې کيږي ، چې د کډوالو روغتيايي ستونزې يې حل کړي دي.
دغه څرګندونې د ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کامه وال د روغتيايي همغږۍ په مياشتني مجلس کې وکړې، چې په کې د عامې روغتيا رياست، مرستندويه ، تطيبيق موسسو ادارو او اړونده ادارو مسؤلينو برخه اخيسته وه.
د ننګرهار عامې روغتيا رئيس د اړونده ادارو د تېرې مياشتې صحي فعاليتونه واوريدل او راتلونکي پرواګرونو لپاره يې پلانونه وڅارل.
کامه وال دغه راز وويل راتلونکې اونۍ به په ننګرهار کې د HIV يا ايډز مخنيوي نړيواله ورځ په شاندارو مراسمو ونمانځل شي.
په ياد مجلس کې همدارنګه د نورو صحي پروګرامونو په تړاو سلا مشورې وشوې .
د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو پنځه پنځوس بې ځايه شويو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي: يادې پنځه پنځوس کورنۍ له پچير اګام ولسوالۍ څخه را بې ځايه شوي ، چې دا مهال د جلا ل اباد ښار په بېلا بېلو سيمو کې ميشتې دي.
نوموړی وايي: ديادو کورنيو سروې د ننګرهار والي په لارښوونه ترسره شوې ،چې نن د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې له لوري پرې د غيرې خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.
د کډوالو چارو رئيس په وينا د پچير اګام ولسوالۍ څلور زره لس بې ځايه شوې کورنۍ د مرستو د ترلاسه کولو په موخه دوی ته عارض شوي ، چې په وينا يې تر دا مهاله درې زره يو سلو پنځه ديرش کورنيو سره د بېلا بېلو ادارو پر مټ مرستې شوي دي.
دی وايي: ټولو کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو سره به له سروې وروسته که د مرستې مستحق وپيژندل شي مرسته ترسره شي.
په ننګرهار کې د فوټبال لوبې د نويو قوانينو په اړه پنځه ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شو.
د فوټبال فدراسيون څخه د راغلي پلاوي مشر وحيدالله واحدي وويل:په دغه ورکشاپ کې څلرويشت تنو ګډون کړی،چې دوی ته به د فوټبال نويو قوانينو په اړه معلومات ورکړل شي.
نوموړی وايي،ددغو قوانينو په اړه پوهېدنه به وکولای شي،ځوانان فوټبال لوبې ته وهڅوي.
دنوموړي په وينا دغه پروګرام يې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ترسره کړی،چې ښه پايله يې لرلې ده.
د ننګرهارد بدني روزنې امر شاهدالله ساپي د فوټبال فډراسيون مسولينو څخه مننه وکړه، چې د دې ولايت د ورزشکارانو د روزنې لپاره هلې ځلې کوي.
په همدی حال کی ددی ورکشاپ ګډونوال هم دغه ورکشاپ دفوټبال د پرمختګ لپاره ګټور يادوي اود نورو ورکشاپونو د جوړولوغوښتنه کوي.
د ننګرهار حج او اوقافو رياست له لوري ۳۲۸ تنو ديني عالمانو څخه د خطابت او امامت په موخه ازموينه واخيستل شوه.
د ننګرهار ولايت د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني د ازموينې پرمهال وويل : تردې وړاندې د مساجدو ملاامامانو د اجيرانو په توګه امتاز ترلاسه کولو ، خو پدې وروستيو کې د دولت د ځانګړې پاملرنې له مخې به له دې ازموينې وروسته يو سل درويشت ديني عالمان د ازادې سيالۍ له لارې چې په مساجدو کې به د خطابت او امامت چارې مخې ته وړي ددريم او او څلورم بست امتياز به ورکول کيږي .
د حقاني په خبره د درې سوه اته ويشت تنو څخه ازموينه اخستل کيږي ، چې له مخې به يې يوشت تنه په دريم بست کې خطيبان او يوسل دوه تنه په څلورم بست کې ملاامان غوره شي .
نوموړي داهم وويل : اته څلويښت بستونه نور هم لرو چې په نږدې راتلوونکې کې به اعلان ته ورکول شي او د ازادې سيالۍ له لارې به پکې وړ کسان د خطابت او امامت لپاره وګمارل شي .
اراده لرم ، چې ولسونو ته د حق او عدالت پر بنياد د قانون په رڼا کې خدمات ترسره کړم.
دغه ټکی سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د احمدزيو قوم سرتاسري شورا غړو سره په ناسته کې وکړ .
دغه ليدنه چې نن دوشنبه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه ، د احمد زيو قوم سرتاسري شورا غړو په استازې د يادې شورا د اړيکو مسول او پخواني سناتور انجينر افضل د خبرو پرمهال ننګرهار والي څخه مننه وکړه ، چې تل يې د خپل ماموريت پر مهال د ولسونو لپاره نه هېريدونکي خدمات ترسره کړي دي.
نوموړي وويل : احمدزيو قوم سرتاسري شورا غواړي ، چې د ټول هېواد په کچه ستر قومونه سره متحد او خپل حکومت سره د شته ناخوالو دحل په موخه مرسته وکړي .
دغه راز نوموړو غوښتنه وکړه ، چې په سره رود ولسوالۍ کې د حاجي کاکو خان ځمکه ، چې غاصبينو نېولې ولايتي اداره يې له غاصبينو څخه خلاصه کړي .
سلاکار وزيراو ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د احمدزيو سرتاسري شورا په جوړيدو خوښي څرګنده کړه ،او مننه يې ترې وکړه چې د ټول هېواد د لويو قومونو د يوالي لپاره يې هڅې پيل کړي دي.
والي وويل ((اراده لرم ، چې ولسونو ته د حق او عدالت پر بنياد د قانون په رڼا کې خدمات ترسره کړم ))
والي ډاډ ورکړ چې د غاصيبينو پروړاندې يې اقدامات پيل کړي ،او د يادې ځمکې د خلاصو په موخه به قانوني کړنې ترسره کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي وایي ولسونه په ځآنګړي ډول ځوانان مې دې د اصلاحاتو په موخه خپلو نیمګړتیاوو ته زیر کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لیندۍ په دویمه د ختیځې سیمې د ژورنالیستانو د ملي ټولنې له لورې د ۱۱۹ تنو په فراغت غونډه کې د وینا پر مهال وویل، ولسونه په ځآنګړي ډول ځوانان مې دې د اصلاحاتو د رامنځته کیدو په موخه خپلو نیمګړتیاوو ته زیر کړي .
یاده غونډه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې جوړه شوې وه، د یاد ریاست د اطلاعاتو امر او په ختیځ کې د ژورنالیستانو د ملي ټولنې مشر شیرشاه همدرد وویل، ۱۱۹ تنو ځوانانو ته یې د ژورنالیزم په بېلابېلو برخو کې د ۴ میاشتو په موده کې عملي او نظري زده کړې ورکړې .
هغه زیاته کړه، یاد ځوانان په ملي روحیه سمبال او خپل مسلک ته په ژمنتیا روزل شوي دي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل فارغ شوو ځوانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ په ختیځ کې د ژورنالیستانو د ملي ټولنې مشر شیرشاه همدرد څخه مننه وکړه،چې په وړیا ډول یې په ۴مه دوره کې یو سلو نولس ځوانان د ژورنالیزم په ډګر کې وروزل .
نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه،چې د ژورنالیزم سپیڅلې مسلک په ځآنګړي ډول له خپل قلم څخه د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په موخه ګټه واخلي،ترڅو د ناخوالو،نفاق اچونې او نورو ناوړه کړنو څخه وژغورل شي .
ننګرهار والي د دغه ولایت د ولسونو په ځانګړي ډول د ځوانانو څخه وغوښتل چې د نوموړي چارې تعقیب کړي او د اصلاحاتو په موخه یې نیمګړتیاوو ته زیر کړي.
د دغه پروګرام په وروستیو کې په ختیځ کې د ژورنالیستانو د ملي ټولنې له لورې رضاکاره استادانو ته ستاینلیکونه او فارغ شوو ځوانانو ته بریا لیکونه ورکړل شول.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لیندۍ په دویمه د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه،چې د لیدنې پر مهال ورته د دغه ادارې د رئیس اورنګ صمیم له لورې معلومات ورکړل شول .
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم لومړی د کمپیوټر او انګلیسي ژبې زده کړې مرکز په اړه سلاکار وزیر او ننګرهار والي ته معلومات ورکړل،چې په کې لسګونه نجونو ته په یادو برخو کې په وړیا ډول زده کړې ورکول کېدې .
ننګرهار والي د نجونو څخه د ورکړل شوو زده کړو په اړه پوښتنې وکړې او خوښي ښکاره کړه،چې په وړیا ډول نجونو ته عصري زده کړې ورکول کیږي .
هغه وروسته د بېلابېلو څانګو ترڅنګ د کتابتون څخه هم لیدنه وکړه،چې د معلوماتو له مخې په کې نږدې څلور زره پنځه ټوکه بېلابېل کتابونه ځای پر ځای شوي و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل مسؤلینو ته په یاد کتابتون کې د شته ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ
څلور ميله وسلې او دوه موټر سايکله ونيول شول
د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند بړو سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال څلور ميله بېلابېل ډوله وسلې او دوه عرادې موټر سايکلونه کشف او ترلاسه کړل.
د سلاکار وزیر او ننګرهار والي په مشرۍ د جندر او د ښځو د چارو کمیټه جوړه او په رسمي ډول یې په فعالیت پیل وکړ.
د جندر پراختیا کمیټه د کابیني په کچه د ولسمشر د دویم مرستیال سرورد دانش په مشرۍ د لومړي ځل لپاره جوړه شوې وه،چې موخه یې د جندر پراختیا ، د ښځو ستونزو ته رسیدګي،د زیربطو ادارو همغږي کول،د احکامو،پالیسیو،تطبیق ،تعیقب،څارنه او نظارت ښودل شوي دي .
د جمهوري ریاست په ځانګړې لارښوونې په ننګرهار ولایت کې د دغه ولایت د والي په مشرۍ یاده کمیټه جوړه او په رسمي ډول یې په فعالیت پیل وکړ،چې په کې ۲۱ بېلابېلې اړونده ادارو ګډون وکړ.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د طرزالعمل له مخې به جوړه شوې کمیټه په څلورو مهمو برخو کې کار وکړي .
هغه زیاته کړه، د ښځو چارو اړوند احکامو،پالیسو، او پروګرامونو د ښه تطبیق په موخه د اړونده ارګانونو او ادارو ترمنځ همغږي او د ښځو ستونزو ته رسیدګي کول د دغه کمیټې اساسي دنده ده .
هغه د کمیټې غړو ته سپارښتنه وکړه،چې هره میاشت د کمیټې غونډه کې ګډون وکړي، ترڅو د ښځو ستونزو، اړوند لاسته راوړنو او اړونده ستونزو باندې په جدي ډول بحث او اقدامات وشي .
د دغه غونډې په څنډه کې د یادې کمیټې سکرترې او د ښځو چارو رئیسې انیسې عمراني او نورو مسؤلینو د کمیټې د چارو د ښه والې په موخه خپل وړاندیزونه شریک کړل او د چارو د ښه والې ډاډ یې ورکړ.