تاند – د پکتیا ولایت د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو نن /د نومبر په ۲۲مه/ د دغه ولایت د ښوونې او روزنې رییس لقمان حکیم ته د ښوونې او روزنې په برخه کې د هغه د خدمتونو له امله د درناوي پګړۍ ور په سر کړه.
په هغې غونډه کې چې په دې مناسبت د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې جوړه شوې وه د ولس د بېلابېلو برخو استازو د ښوونې او روزنې د رییس هڅې وستایلې.
د پکتیا ولایت د ښوونې او روزنې چارواکي وایي چې په تېر یوه کال کې یې ۸۰۰ تش بستونه د ازادې سیالۍ له لارې په مسلکي کسانو ډک کړي چې ۶۰ تنه یې په کې ښځې مقررې کړي دي. د پکتیا د ښوونې او روزنې رییس وایي چې تېر کال یې شل زره تنه نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې نیولي دي.

ښاغلی حکیمي وایي چې د خپل ریاست په دوره کې یې ۶۳ هوایي ښوونځي تثبیت کړي او تړلي او د ولس په همکارۍ یې ۷ دایمي ښوونځي چې بند کړای شوي ول بېرته پرانستل. حکيمي زياتوي چې د پخوا په پرتله تېر کال ولسونو د پوهنې په وده کې پراخه ونډه اخيستې او شاوخوا ۲۷ ميليونه افغانۍ مرسته يې کړې ده.
ویل کیږی چې د نننۍ غونډې په پای کې د پکتیا د ولسونو استازو او مدني فعالانو ښاغلي حکیمي ته د هغه د خدمتونو په وړاندې د درناوي پګړۍ ور په سر کړه، او هغه هم په خپل وار سره ژمنه وکړه چې د ښوونې او روزنې په برخه کې به خپلې هڅې لا پسې چټکې او پراخې کړي.